د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

۴ عربي هېوادونو له قطر سره تړلي ۱۸ سازمانونه او کسان تور لېست کې شامل کړل


سعودي عربستان او ځینو ملګرو یې پرون د اتلسو "ترورېست" بلل شویو سازمانونو او افرادو یو تور لېسټ خپور کړ او ادعا یې وکړه چې د دې لېسټ شامل کسان او ډلې له قطر سره اړیکې لري.

د سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، بحرین او مصر له‎خوا نهه خیریه ټولنې او رسنیز ارګانونه او نهه کسان په دې لېسټ کې شامل دي.

د دغو هېوادونو د یوه ګډ بیان په اساس چې د سعودي خبري اژانس خپور کړی یادې ډلې او افراد تروریست بلل شوي او په مستقیم یا غیرمستقیمه توګه په قطري چارواکو پورې تړلې بلل شوي دي.

په بیان کې له قطري چارواکو غوښتنه شوې چې د یادو "تروریستي" ډلو او اشخاصو د تحقیق لپاره ګام پورته کړي.

د فرانسې خبري اژانس خبر ورکړی چې په تور لېسټ کې شامل شوي سازمانونه درې په یمن کې مېشت دي او شپږ نور هم په لیبیا کې فعاله دي چې له القاعده سره اړیکې لري.

په اشخاصو کې چې د القاعده پخوانۍ متحدې ډلې النصره جبهې لپاره پیسې ټولوي او په سوریه کې له نورو تروریست ملېشه‎و ملاتړ کوي درې قطریان، درې یمني اتباع، د لیبیا دوه تبعه او یو کویټی شامل دي.

په لیبیا کې د ملګرو ملتونو له ملاتړ برخمن یووالي حکومت او په ختیځ کې د مخالفینو له جوړې شوې ادارې د قطر او ګاونډیانو ملاتړ یې توپیر لري.

د فرانسې خبري اژانس د رپوټ په اساس قطر د هغو ملیشه اسلامپالو ملاتړ کوي چې د ملي یووالي حکومت تر شا دي خو عربي متحده اماراتو د ملګرو ملتونو د بندیزونو په خلاف د یووالي حکومت مخالفو ډلو ته وسلې ورکړي دي.

په داسې حال کې چې د قطر او څلورو واکمنو عربي هېوادونو سعودي، اماراتو، بحرین او مصر دریځونه سره ډېر توپیر لري دغو څلورو هېوادونو له قطر ځینې مهمې غوښتنې کړي دي.

دوی له قطر غواړي چې د الجزیرې خپرونې بندې کړي، د ترکیې هوايي اډه وتړي او په سیمه کې په خاص ډول د ایران په وړاندې د سعودي له پالیسۍ ملاتړ وکړي.

له قطر دا هم غوښتل شوي چې د څلورو عرب هېوادونو په نظر په تور لېسټ کې شامل شوې ډلې اخوان المسلمین سره خپلې اوږدې اړیکې پرې کړي.

قطر په وار-وار دغه غوښتنې رد کړي او دا یې په خپل ملي حاکمیت کې د یادو څلورو عربي هېوادونو مداخله بللې ده.

ترکیې د قطر له دې دریځ ملاتړ اعلان کړی دی.

څلورو عرب هېوادونو له قطر سره د جون له پنځمې خپل هر راز اړیکې بند کړي او له دغه هېواد سره یې یوازینۍ ځمکنۍ لار چې له اماراتو تیریږي هم تړلې ده.

د عرب هېوادونو په تاریخ کې د دغو تر ټولو خرابه رامنځته شویو اړیکو د سمولو لپاره امریکا او نړیوالې ټولنې هڅې کړي دي خو تر اوسه یې کومه خاصه نتیجه نه‎ده ورکړې.

د همدې هڅو په دوام د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن تېره میاشت څلور ورځې په دغو هېوادونو کې تېرې کړې.

ټېلرسن په دې لټه کې و څو د کړکېچ لپاره یو حل لار ولټوي او هم یې د قطر له لوري د هر ډول تروریستي ملاتړ د له‎منځه وړلو ډاډ هم ورکړخو لا معلومه نه‎ده چې د عرب هېوادونو کړکېچ به لا څومره وغځېږي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG