د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

اردوغان: د قطر کړکېچ د سیمې د هېڅ یوه هېواد په ګټه نه دی


د ترکیې ولسمشر وایي، د قطر کړکېچ د سیمې د هېڅ یوه هېواد په ګټه نه دی.

رجب طیب اردوغان دا څرګندونې نن یکشنبه د قطر په ګډون د خلیج یو شمېرهېوادونو ته د دوه ورځني سفر په پیل کې وکړې.

ترکیې په دغه کړکېچ کې د قطر خوا نیولې ده.

ولسمشر رجب طیب اردوغان نن یکشنبه سعودي عربستان، کوېټ او خپل متحد قطر ته دوه ورځنی سفر په دې هدف پیل کړ چې په سیمه کې د راپورته شوي کړکېچ د هواري هڅه وکړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان

له روانېدو مخکې اردوغان په استانبول کې په یوه خبري غونډه کې وویل:

"د دغه کړکېچ دوام د هېچا په ګټه نه دی، اسلامي نړۍ ته پکار ده چې په خپلو کې همکاري وکړي او یووالی وساتي، نه نوي اختلافونه را منځ ته کړي."

ښاغلي اردوغان پر هغو دښمنانو تور پورې کړ چې د ده په وینا، په سیمه کې د ورونو تر منځ کړکېچ ته لمن وهي.

د ترکیې ولسمشر که څه هم ښکاره پر سعودي عربستان له انتقاد کولو ډډه وکړه، خو ویې ویل چې ریاض د خلیج د یوه مشر دولت په توګه باید د دغې لانجې په هواري کې ستر رول ولوبوي.

ټاکل شوې چې نوموړی په دغه سفر کې د سعودي عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره وګوري او وروسته کوېټ ته چې په اوس وخت کې په دغه کړکېچ کې منځګړیتوب کوي، ولاړ شي.

د دغه کړکېچ د هواري لپاره د امریکا په ګډون د نړیوالو هڅو تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې.

سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي اماراتو، مصر او یو شمېر نورو له قطر سره ټولې ډېپلوماټیکې او د سوداګرۍ اړیکې شلولي او دا هېواد یې د سخت دریځو اسلامي ډلو په مالي ملاتړ او له ایران سره د نېږدې اړیکو په لرلو تورن کړی دی.

قطر دغه تورونه رد کړي، خو ویلي یې دي چې د دغې لانجې د هواري لپاره خبرو ته په دې شرط حاضر دی چې د ملي حاکمت درناوی یې وشي.

قطر له ستراتیژیک پلوه د ترکیې لپاره مهم ځکه دی چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ۲۰۱۴ میلادي کال د یوه ستراتیژیک تړون له مخې قطر په خپله خاوره کې د دې هېواد یوې پوځي اډې ته د پرانستلو اجازه ورکړې ده.

انقرې ویلي چې شااوخوا زر سرتېري به په دغه اډه کې دېره وي.

له کله چې په جون میاشت کې دغه لانجه راپورته شوې، ترکیې قطر ته نور ځواکونه استولي او هم یې دغه هېواد ته په کښتیو کې د خوراکي او د اړتیا وړ نورو موادو استولو ته دوام ورکړی دی.

داسې انګېرل کېږي چې ترکیه او قطر دواړه د اخوان المسلمین په څېر د یو شمېر اسلامي ډلو ملاتړ کوي چې د خلیج د سیمې یو شمېر نور هېوادونه یې بیا خپلو واکمنیو ته تهدید بولي.

XS
SM
MD
LG