د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

مټېس: افغانستان ته د سرتېرو د استولو پرېکړه د ډانفورد پلان ته په تمه ده


د امریکا د دفاع وزیر وايي، هر کله چې د متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز ورته پلان ورکړي نو دی به پرېکړه وکړي چې څومره نور سرتېري افغانستان ته ولېږي.

جېمز مټېس پرون په بغداد کې روېټرز او نورو خبري اژانسونو ته وویل، د اضافي سرتېرو شمېر کېدای شي هغومره وي چې په اړه‌يې له څه وخت راهیسې خبرې کېږي او دا هم کېدای شي چې هغومره نه‎وي.

د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس
د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس

جېمز مټېس زیاته کړه:

"ما ته دې یوې شمېرې واک راکړل شوی چې تر هغې اندازې تلی شم. زه باید ووینم او ما لوی درستیز ته سپارښتنه کړې ده چې اوس پلان ترتیب کړي. موږ له څه وخت راهیسې پر دې پېشنهاد خبرې کولې. کله چې هغه خپل پلان راکړي بیا به زه پرېکړه کوم چې څومره نور سرتېري واستوو."

د امریکا د دفاع وزیر وویل، په عراق کې د داعش پر ضد له کارول شوې تګلارې څخه به په افغانستان کې هم استفاده وشي.

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي پرون وویل چې د افغانستان په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ ستراتېژي د دې هېواد په اړه د واشنګټن د تر ټولو پخوانیو تګلارو څخه توپیر لري.

له «سي. اېن. اېن» ټلوېزیون سره په خبرو کې نیکي هیلي وویل، موږ د مأموریت پر مودې او د سرتېرو پر شمېر تمرکز نه‌کوو بلکې تمرکز مو پر نتایجو او د ترورېستانو پر ځپلو دی او د دې لپاره به هر ډول ګام اخلو.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې زیاته کړه چې پخوا به پر وخت او د سرتېرو پر شمېر تکیه کېده خو نوې ستراتېژي پر نتایجو متکي ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکې هیلې
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکې هیلې

نوموړې وايي:

"د هغې په خبره دښمنان به مو له دې وروسته نه‌پوهېږي چې د څومره وخت لپاره یو، په څه وضعیت کې یو او څومره سرتېري دي. خو هغوی به په دې پوه شي چې موږ نور ترورېستان له پامه نه‌غورځوو."

نیکي هیلي د امریکا د ستراتېژۍ د سیمه‎ییز اړخ په اړه وویل، پر پاکستان به فشار راوړو چې نور نه‎شي کولای ترورېستانو ته خوندي پناه ځایونه ورکړي، له هند څخه به وغواړو چې په سیاسي حل کې رول ولوبوي او ایران ته به ووایو چې هغه ترورېستي ډلې چې تهران‌يې ملاتړ کوي نور له پامه نه‌غورځوو.

بل لورته په اسلام‌اباد کې د امریکا سفیر پرون د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا د نوې ستراتېژۍ په باب معلومات ورکړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې که څه هم د دې کتنې د ځای په اړه څه نه‎دي ویل شوي، خو وايي چې سفیر ډېوېډ هیل خواجه اصف ته وویل چې د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن به د واشنګټن او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو پر مختلفو اړخونو تفصیلي خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د امریکا سفیر ته ویلي، هېواد يې په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی او اسلام‌اباد چمتو دی چې له ترورېزم سره په مبارزه کې له نړیوالې ټولنې سره همکاري وکړي.

په افغانستان او عراق کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي، دا لومړی ځل دی چې د امریکا کوم ولسمشر د پاکستان د دوه مخیز سیاست په اړه ښکاره او سپینې خبرې کوي.

افغانستان او عراق کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد
افغانستان او عراق کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد

خلیلزاد ازادي راډیو ته وویل:

"د امریکا پخوانیو ولسمشرانو چې د یوه حقیقت په اړه په ښکاره څه نه‌ویل، هغه د پاکستان دوه مخیز سیاست و چې له یوې خوا يې ځان د امریکا دوست باله او بل لور ته‌يې د افغانستان پر ضد فعالیت کاوه. خو ولسمشر ټرمپ په دې اړه په ښکاره څرګندونې وکړې چې دا یو مهم ګام او د امریکا په سیاست کې اساسي بدلون دی."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې د سې شنبې په ورځ ‌په کندهار کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل چې د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا نوې ستراتېژي ځکه مهمه ده چې افغانستان سره د امریکا له لوري له وخت او قید پرته اوږد مهاله مرستې په‎‌کې شاملې دي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن په یوه بیان کې د ولسمشر ټرمپ د ادارې د نوې ستراتېژۍ په اړه ویلي دي چې په دې کې افغانستان او سیمې ته په نوي نظر کتل شوي دي.

XS
SM
MD
LG