د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

د جنوبي اسیا لپاره د امریکا پر نوې ستراتېژۍ د پاکستان غبرګون


د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د سې شنبې په ورځ د خپلې کابینې غونډه رابللې وه چې د جنوبي اسیا په اړه د امریکا پر ستراتېژۍ یې په‎کې مفصل بحث کړی دی.

ښاغلي عباسي د خپلې کابینې دغه غونډه تر هغې وروسته رابللې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره ورځ په لومړي ځل د جنوبي اسیا، په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه خپله ستراتېژي اعلان کړه.

ټرمپ د ستراتېژۍ د اعلانولو پر مهال پر پاکستان سختې نیوکې وکړې.
ټرمپ د ستراتېژۍ د اعلانولو پر مهال پر پاکستان سختې نیوکې وکړې.

ډونالد ټرمپ د جنوبي اسیا په اړه د خپلې ستراتېژۍ د اعلانولو پر مهال پر پاکستان سختې نیوکې وکړې او دا هېواد یې له وسله‌والو سره په ملاتړ تورن کړ او ویې‌ویل:

"موږ پاکستان ته په میلیاردونو میلیاردونو ډالر ورکړي، خو په ورته وخت کې دوی هغو ترهګرو ته پناه ورکړې چې موږ سره جګړه کوي. دا دریځ باید بدل شي او دا باید سمدستي تغییر وکړي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د صدراعظم عباسي په مشرۍ تر دغې غونډې وروسته په یوې خبرپاڼه کې د امریکا په ستراتېژۍ کې پر پاکستان د لګېدلو تورونو په اړه خواشیني ښودلې او کاږي:

"د ترهګرۍ د پدیدې د مخنیوي لپاره په نړۍ کې تر پاکستان زیاتې هڅې بل یوه هېواد نه‎دي کړي او دغه هېواد تر ټولو زیات د ترهګرۍ ښکار دی. دا ډېره خواشینوونکې ده چې د امریکا د پالېسۍ بیان په دې لړ کې د پاکستاني ولس قربانۍ له پامه غورځولې دي."

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي
د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي

خبرپاڼه کاږي وايي چې د غونډې ګډون‎والو ترهګري د ټولې نړۍ مشترک دښمن بللی، د دغې پدیدې د له‎منځه وړلو لپاره‌یې د هڅو پر جاري ساتلو ټینګار کړی او زیاتوي:

"پاکستان د خپلې پالېسۍ له مخې خپله خاوره د هېڅ یوه هېواد پر ضد کارېدو ته نه‌پرېږدي او امریکا ته په‎کار دي چې په پاکستان کې ترهګرو د خوندي مرکزونو د ناسمې دعوې پر ځای له پاکستان سره د ترهګرۍ د ختمولو په لړ کې ګډ کار وکړي."

پاکستان همدا شان یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې او ثبات یوازنۍ لار د افغانانو په مشرۍ او رهبرۍ مذکرات بللي او زیاتوي چې په دغه هېواد کې ۱۷ کلنې جګړې سوله پر ځای نه‌کړای شوه او ښايي په راتلونکي کې هم له دې لارې دا چار ناشونې وي.

له بلې‌خوا بیا په اسلام‌اباد کې د امریکا سفیر ډېوډ هېل هم د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر خواجه اصف سره لیدلي او د جنوبي اسیا په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوې سټراتېژۍ په اړه‌یې ورسره خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکا سفیر له خواجه اصف سره په لیدنه کې هغه ته د ډونالد ټرمپ پر ستراتېژۍ معلومات ورکړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا سفیر ته ویلي:

"پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره تر خپلې وسې هڅې کړي او د ترهګرۍ د له‌منځه وړلو لپاره‌يې تل قربانۍ ورکړې دي."

نوموړي همدا شان ویلي، پاکستان د ترهګرۍ د مخنیوي، ځپلو او په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره له نړیوالې ټولنې سره ګډ کار ته ژمن دی.

د یادونې وړ ده چې امریکا او افغانستان له اوږدې مودې راهیسې پاکستان پر دې تورنوي چې د وسله‎والو ترمنځ توپير کوي او یوازې د هغو وسله‎والو پر ضد عملیات کوي چې دوی ته زیان رسوي او هغوی ته څه نه‌وايي چې دوی ته زیان نه‌رسوي.

خو پاکستان بیا دا تورونه ردوي او په وار-وار یې ویلي چې پر خپله خاوره‌یې د ټولو وسله‌والو پر ضد له توپیر پرته عملیات کړي او ادعا کوي چې په دغه هېواد کې د ترهګرو منظم جوړښت نه‌شته.

راپور: ذبیح مومند

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG