د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

ولسمشر غني د امریکا د نوې ستراتېژي اهمیت اوږد مهاله مرستې یادوي


بلاخره د امریکا متحده ایالاتو له اوږد ځنډ وروسته د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله نوې ستراتېژي اعلان کړه چې د افغان حکومت له تود هرکلي سره مخ شوه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې د سې شنبې په ورځ‌يې په کندهار کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل چې دا ستراتېژي ځکه مهمه ده چې افغانستان سره د امریکا له لوري له وخت او قید پرته اوږد مهاله مرستې په‎کې شاملې دي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"له دې وروسته به زماني قید او شرط نه‎وي، امریکا به له افغان ولس سره تر پایه درېږي، زه د امریکا له ولسمشر، د دې هېواد له ټولو امنیتي او سیاسي مسؤلینو نه مننه کوم چې په دې برخه کې له موږ سره په وضاحت او په شفاف ډول ودرېدل، پیغام یوازې دا نه‎دی چې دوی له موږ سره ودرېږي پیغام دا دی چې په افغانستان کې به د تل پاتې سولې ملاتړ کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د سې شنبې د ورځې سهار وختي د افغانستان په وخت شااوخوا پنځه نیمې بجې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او سیمې لپاره خپله نوې ستراتېژي اعلان کړه.

ولسمشر ټرمپ افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو یا له دغه هېواد نه د ځواکونو د ایستلو خبره ونه‎کړه، خو پر پاکستان‌یې بیا بیا غږ وکړ چې د ترورېزم پر ضد مبارزه کې همکاري وکړي.

ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

خو ښاغلي ټرمپ وویل چې امریکا به د افغانستان د حکومت او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

ده دغه‌شان وویل چې په پاکستان کې به د ترورېستانو د پناه ځایونو په وړاندې غلی پاتې نه‎شي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله د دغې ستراتېژۍ له اعلان څخه څو ساعته وروسته په کابل کې په یوې خبري غونډه کې راښکاره شو او د افغانستان او جنوبي اسیا د هېوادونو لپاره‌يې د امریکا له نوې ستراتېژۍ هرکلی وکړ.

ښاغلي عبدالله وویل چې د ډونالد ټرمپ غوڅو او روښانه خبرو په ډاګه کړه چې د امریکا نوې پالېسي د پخوانیو پالېسیو سره توپیر لري په ځانګړي ډول د ترورېستانو د پټن‎ځایونو په اړه چې په پاکستان کې دي.

د افغان حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"یو مهم خاصیت د دغې پالېسۍ وضاحت او قاطعیت و او دغه‌شان مستقیماً اشاره پټن‌ځایونو ته شوې وه چې هېڅ‎څوک باید ځای ورنه‎کړي، تفصیل‌یې هم درلود چې که وشي څه به کېږي او که ونه‌شي څه به کېږي، خو دا د هغوی پیغام و او زه فکر کوم چې په دې وضاحت تر اوسه سیمې ته داسې پیغام نه‌و ورکړل شوی."

اجرائیه رئیس دغه‌شان وویل، د دغې پالېسۍ تر اعلان وړاندې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس له ده او افغان ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې کړې وې او د نوې پالېسۍ په اړه‌یې توضیحات ورکړي وو.

عبدالله د دغې پالېسۍ تطبیق یوازې د امریکا په ګټه نه، بلکې د افغانستان او سیمې لپاره هم ګټور بولي.

د دغې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته وسله‎والو طالبانو ویلي چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځيانو تر وروستي عسکره به خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

د وسله‎والو طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، امریکا د نوې ستراتېژۍ په اعلان سره وښوده چې د جنګ د اوږدولو نیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کندهار په غونډه کې یو وار بیا په ټینګار سره پر وسله‎والو مخالفینو غږ وکړ چې په جنګ‌يې نه‌شئ ګټلی او لازمه ده چې د سولې لاره خپله کړئ.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم وايي، د طالبانو پر مخ د سولې دروازې خلاصې دي، خو د ده په خبره که طالبان جګړه کوي له ورته غبرګون سره به مخ شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG