د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

په افغانستان کې د امریکايې سرتېرو نوي صلاحیتونه


بېزنس اېن سایډر خپرونې په خپله وروستی ګڼه کې په افغانستان کې د امریکايې سرتېرو د نوېو صلاحیتونو په اړه د متحده ایالاتو د دفاع د وزیر تازه څرګندونې نکل کړي دي.

خپرونه لیکي:

اشټون کارټر د سې شنبې په ورځ کابل ته د خپل ناڅاپي سفر پر مهال له ولسمشر اشرف غني سره په ګډ خبري کانفرانس کې وویل چې په دې هېواد کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن به پر طالبانو د بریدونو لپاره زیات صلاحیتونه ولري.

د مطلب لیکوال وايي، ښاغلي کارټر دا څرګندونې وروسته تر هغې کړي چې ولسمشر باراک اوباما تېره میاشت په افغانستان کې میشتو امریکايې ځواکونو ته له طالبانو سره د جګړې په اړه نور صلاحیتونه ورکړل.

امریکايي سرتېرو ته د نوېو صلاحیتونو له مخې دا ځواکونه به هغه مهال د طالبانو پر ضد جګړه کې مداخله کوي چې افغان لوری ترې د عاجلې مرستې غوښتنه وکړي.

بزنیس این سایډر خپرونه زیاتوي:

د امریکا ولسمشر بارک اوباما څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د نوموړي د واک د دورې تر پایه به اته زره او څلور سوه امریکايې سرتیري په افغانستان کې پاتې وي.

خپرونه د مطلب په پای کې لیکي:

له ۲۰۱۴ کال راهیسې له کله نه چې اکثره نړېوال محارب ځواکونه له افغانستانه وتللې، د طالبانو او نورو وسله والو ډلو پر ضد زیاتره عملیات افغان ځواکونه ترسره کوي او یوازې په محدودو حالاتو کې يې له نړیوالو ځواکونو مرسته غوښتې چې هغه هم تر ډېره پر هوايې ملاتړ منحصره ده.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د طالبانو د نوي مشر ملا هبت الله اخونزاده په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼه وايي، ملا هبتالله اخونزاده د دې پرځای چې د جګړې سړی وي، تر ډېره یو مذهبي شخص دی.

نیویارک ټایمز لیکلي:

شاوخوا دوه میاشتې کیږي چې هبت الله اخونزاده د طالبانومشري پر غاړه اخیستی خو د پخواني مشر ملا منصور په مقایسه تر اوسه د نوموړي فعالیت او پر طالبانو د ده د نفوذ اندازه او څرنګوالۍ معلومه نه ده.

ورځپاڼه وايي، د طالبانو د مشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته د ملاهبت الله له لومړنیو غونډو ښکاره شوه چې د طالبانو مهمې پریکړې اصلاً د کوټې شورا کوي.

د افغانستان د څېړونکو د شبکې غړي برهان عثمان نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، د ملا هبت الله اخونزاده د نفوذ ساحه طالب پلوه ملایان او مذهبي مشران دي نه د دې ډلې قومندانان او اداري مشران.

ورځپاڼه د مطلب په پای کې وايي، د ملا هبت اللهقوت د طالبانو په لیکو کې د نوموړي په کم رنګه نفوذ او له هغو مذهبي بنسټونو او مدرسو سره په ژوره اړیکه کې دی چې له کلونو راهیسې يې طالب وسله وال برابر کړي دي.

XS
SM
MD
LG