د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۵ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

غني: هېواد په دیکتاتورۍ نه اداره کېږي او په موږ کې يې فکر هم نشته


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د تاریخ په اوږدو کې دیکتاتورۍ نتیجه نه ده ورکړې او افغانستان هم له دې طریقه نه شي مدیریت کیدای.

ولسمشر چې د پنجشنبې په ورځ یې په کابل پوهنتون کې یې د نوي ۱۳۹۶م تحصیلي کال د پیل په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، په دوی کې د دیکتاتورۍ فکر نشته او د دغه هېواد په تاریخ کې یې هم نتیجه نه ده ورکړې.

ولسمشرغني زیاته کړه:

"دا هېواد د دیکتاتورۍ په اساس نه شي مدیرت کیدای او په موږ کې د دیکتاتورۍ فکر نشته او زموږ په تاریخ کې یې هېڅکله نتیجه نه‎ده ورکړې."

ولسمشر غني په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د ځینو سیاسي ډلو ټپلو له لوري پرې د واک د انحصار جدي انتقادونه کېږي.

د بلخ والي او د افغانستان د ژغورنې په نوم د ائتلاف مخکښ غړي عطا محمد نور په بلخ کې یوې غونډې ته ویلي و چې ولسمشرغني او ټیم یې واک انحصار کړی دی.

په ورته وخت کې څه موده وړاندې واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې هم په خپلې یوې مقالې کې ویلی و چې ولسمشر غني له خپلو صلاحیتونو له حده زیات کار اخېستی او مختلفو نظریو ته یې پام نه دی کړی.

‎اخوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، د ولسمشرغني عمل تر خبرو ډېر فرق لري.

له ډلې یې سیاسي کارپوه او د کابل پوهنتون استاد ودیر صافی ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر په تېرو دوه نیمو کلونو کې ګڼ داسې کارونه کړي چې د ده د ځان غوښتنې ښکارندوي کوي.

د کابل پوهنتون استاد ودیر صافی
د کابل پوهنتون استاد ودیر صافی

دی وايي:

"په تېرو درېیو کلونو کې چې عملاً ما له نېږدې حالات څارلي هغه معینه ځان غوښتنه چې باید د یو هېواد مشر یا رهبر یې ونه لري د اشرف غني په وجود او څرګندونې کې ظاهره ده."

د ښاغلي صافي په خبره د افغانستان اوسنیو نازکو سیاسیو او امنیتي حالاتو ته په کتو لازمه ده چې د ولسمشر غني په ګډون ټول سیاسي مشران د ځان غوښتنې پرځای ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

د یادونې وړ ده چې تردې دمخه په حکومت کې دننه ځینو څېرو هم په ولسمشر له دې امله انتقادونه کړي دي چې د هېواد په مهمو چارو کې له دوی سره مشوره نه کوي.

خو جمهوري ریاست تل دغه ادعاوې ناسمې ګڼلي او ویلي چې ولسمشرۍ مانۍ د هېواد په تولو مهمو مسایلو کې د اړوندو مسؤلینو او د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره مشوره کړې ده.

XS
SM
MD
LG