د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

کوټه کې انتحاري حملې د اتو سرتېرو په شمول ۱۵ تنه وژلي


د شنبې په ماښام د اتو بجو په شاوخوا کې د کوټې ښار په منځ کې د پاکستاني پوځ پر يوه لارۍ هغه وخت زوروره چاودنه وشوه چې ګڼ شمېر سرتېري يې را اخيستي وو او له ايوب سټېډيم څخه د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت له جوړ شوي جشنه را روانه وه.

چاودنه پر «پښين سټاپ» نومې د بسونو پر تم‎ځاى وشوه چې په لږ فاصلې سره د ملېشه ځواکونو عمومي قرارګاه، د حقوقو يا قانون پوهنځى، د پاکستان د دولتي ټلويزون مرکز او د بلوچستان اسمبلۍ ودانۍ هم موجود دي.

چاودنه دومره زوروره وه چې غږ يې په ښار کې تر لېرې- لېرې پورې واورېدل شو او په ور څېرمه سيمو کې يې د ودانيو ښيښې ماتې کړې او په دېوالونو کې يې درزونه پيدا کړل.

تر چاودنې وروسته د پېښې په ځاى کې اور هم ولګېد چې ګڼ شمېر موټر او دوکانونه يې وسوځول.

پوليس چارواکي وايي، دا ځانوژونکى بريد وو چې هدف يې د پوځي سرتېرو لارۍ وه.

دوی وايي، په چاودنه کې شاوخوا ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بلوچستان د کورنيو چارو ايالتي وزير مير سرفراز بګټى
د بلوچستان د کورنيو چارو ايالتي وزير مير سرفراز بګټى

د بلوچستان د کورنيو چارو ايالتي وزير مير سرفراز بګټى د چاودنه د تلفاتو په اړه وايي:

"۱۵ کسان په کې وژل شوي او شاوخوا ۳۰ په‎کې ټپيان شوي دي، دم ګړۍ موږ د تلفاتو همدغه شمېر تائيدولاى شو، خو کېداى شي چې د مړيو شمېر نور هم زيات شي. دا ځانوژونکى بريد هم کېداى شي او ځاى پر ځاى شوى بم هم کېداى شي، خو هدف يې پوځي سرتېري وو او د هغوى پر لارۍ بريد شوى دى. "

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګه وايي، په وژل شويو کسانو کې اته پوځي سرتېري او اووه عام خلک دي او په شاوخوا پينځه ۳۰ ټپيانو کې هم لس پوځي سرتېري دي چې د درملنې لپاره د کوټې ملکي روغتون او نظامي روغتون ته يووړل شول.

د روغتون سرچينې وايي، په ټپيانو کې هم د ځينو حالت مرګونى دى او امکان شته چې د مړيو شمېر زيات شي.

پوليس چارواکي وايي، بريد يوه ځانوژونکي د موټرسايکل په وسيله کړى دى.

د بم شنډوونکې ډلې کسان وايي، په چاودنه کې له ۲۰ تر ۲۵ کيلوګرامه پورې چاودېدونکي مواد کارول شوي دي.

دا چاودنه په داسې حال کې وشوه چې د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په راتګ سره په ښار کې کلک امنيت نيول شوى وو.

پوښتنه:​ايا امنيتي او پوځي سرتېرو ته د وسله‎والو له خوا کوم ګواښ وو که څنګه؟

سرفراز بګټى یې په اړه وايي:

"ګواښونه وو او ډېر په لوړه پيمانه ګواښونه موجود وو، ځکه خو مو امنيتي ځواکونو امنيت ډېر سخت کړى وو، خو تاسې پوهېږئ چې دوښمن مو ډېر خطرناک دى او جګړه ډېره ستونزمنه جګړه ده. تر دې مخکې چې دا ډول څومره پېښې هم شوې دي، په امنيتي تدابيرو د ډېرو مخه هم نيول شوې ده، خو چې شوې دي په‎کې لاس لرونکي کسان مو په سزا رسولي او د دې پېښې مرتکبين به هم تباه کړو او موږ به د ترهګرۍ دا جګړه ونه بايلو. "

د چاودنې مسؤليت تر اوسه کومې وسله‎والې ډلې نه دى منلى، خو په دې وروستيو کې چې په بلوچستان کې پر پاکستاني ملېشه ځواکونو او پوليسو باندې ځانوژونکي بريدونه يا بمي حملې شوې دي، مسؤليت يې جماعت الاحرار يا داعش وسله والې ډلې منلى دى.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي او د پوځ لوى درستيز جنرال قمر جاويد باجوه دا بريد په کلکه غندلى دى.

د پوځ د عامه اړيکو څانګې د لوى درستيز له قوله ويلي چې د ترهګرو د دې بريد مقصد د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې جشنونه ګډوډول وو چې وايي، سرتېري به له دا ډول بريدونو ونه وېرېږي او په ضد به يې جګړې ته دوام ورکړي.

د يادونې وړ ده چې د روان کال په جون مياشت کې هم د پوليسو د عمومي مشر دفتر ته نېژدې د پوليسو پر يوه امنيتي پوسته ځانوژونکى بريد شوى وو چې اووه پوليس سرتېري پکې وژل شوي او شاوخوا پينځلس پکې ټپيان شوي وو.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG