د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

ټرمپ وايي افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږلو په اړه پرېکړې ته نږدې شوی


د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ وايي، افغانستان ته د سرتېرو د لېږلو په اړه پرېکړې ته ډېر نږدې شوی دی.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، ژر به داسې یو ځای ته چې د امریکا تر ټولو اوږده اولس کلنه جګړه پکې روانه ده د سرتېرو د استولو پرېکړه اعلان کړي.

هغه وویل د افغانستان په اړه پرېکړه ډېره لویه پرېکړه ده او په خبره یې په دې پرېکړه کې یې ډېرې ګډوډۍ هوارې کړي دي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي چې ډونالد ټرمپ تېره ورځ په نیوجرسي کې افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو د پرېکړې په اړه خبریالانو ته وویل:

"موږ دې پرېکړې ته ډېر نږدې یو، ډېر زیات نږدې یو، دا زما لپاره یوه ډېره لویه پرېکړه ده، په ریښتیا دا یو داسې ځای دی چې زموږ تر ټولو اوږده اولس کلنه جګړه پکې ده، ما ته ګډوډي را په میراث پاتې وه او موږ غواړو دا ګډوډي لږه راکمه کړو."

ټرمپ د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د امریکا په بوخت پاتې کېدو انتقاد کړی دی خو د افغانستان په اړه یې دا انتقادونه دومره سرسخته هم نه و.

افغانستان ته د اضافه امریکايي سرتېرو د لېږلو له پرېکړه د ملي امنیت سلاکار او ګڼ پوځیان ملاتړ کوي خو د ټرمپ ځینې نږدې سلاکاران بیا دومره خوشبینه هم نه دي.

د اضافي سرتېرو د استولو یو سرسخته ملاتړی د ملي امنیت سلاکار اچ ار مک مسټر دی.

ټرمپ د ملي امنیت د سلاکار مک مسټر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې دی څومره پرې ډاډ لري داسې ځواب ورکړ:

"هو زه پر [مک مسټر] ډاډه یم، جنرال مک مسټر، واقعاً زموږ ملګری دی، هغه زما ملګری دی او یو ډېر وړ کس دی، هغه پر ما ګران دی او زه ورته درناوی لرم."

له ټرمپ سره په دې خبري غونډه کې مرستیال ولسمشر مایک پنس او د ملي امنیت سلاکار مک مسټر هم ناست و.

اوس وخت افغانستان کې ۸۴۰۰ امریکايي سرتېري فعالیت کوي چې له تمې سره سم به نږدې څلور زره نور تازه دمي سرتېري دغه هېواد ته واستول شي.

د فرانسې خبري اژانس لیکلي هغه خلک چې افغانستان ته د امریکايي سرتېرو مخالفت کوي یوازې د ټرمپ سلاکاران له هغې ډلې سټراټیژیست سټیف بنن نه دي په خپله ټرمپ هم د دې نظر یې ملاتړی دی.

د رپوټونو له مخې ټرمپ لېواله دی چې دې جګړه ځپلې سیمې ته د امریکایانو د ژوند د خوندیتوب په خاطر د عسکرو په ځای قراردادي جنګیالي ور واستوي.

میلیټري ټایمز تېره اوونۍ د یوه افغان چارواکي په حواله لیکلي و چې په دې برخه کې ان د یوې خصوصي امنیتي کمپنۍ «اکاډمي» چې پخوا بلک واټر مشر ایریک پرنس د یوه خصوصي هوايي ځواک چمتوکولو وړاندیز کړی و.

په افغانستان کې که څه هم امریکایي پوځیان تر ډېره د افغان پوځیانو په روزنه او مشوره ورکولو بوخت دي خو شمېرې ښيي چې د دوی تلفات لا هم لوړ پاتې دي.

تر اوسه پورې نهه امریکايي پوځیان د روان کال له پیل راهیسې وژل شوي چې دا شمېر د تېر کال په څېر دی.

د افغان وژل شویو پوځیانو شمېر بیا تر دې بیخي زیات دی.

د جنورۍ له لومړۍ د مې تر اتمې ۲۵۰۰ افغان پوځیان وژل شوي دي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG