د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

د افغانستان لویه څارنوالي د میرزا اولنګ د پېښې په اړه څېړنې کوي


د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د سرپل ولایت د میرزا اولنګ د پېښې په اړه، د څېړنو حکم شوی دی.

لوی څارنوال فرید حمیدي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د هېواد په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په یوې ناسته کې وویل چې د میرزا اولنګ په پېښه کې د بشریت پر وړاندې د یو ستر جنایت نښې لیدل کېږي.

فرید حمیدي
فرید حمیدي

ده وویل، په دې اړه هر اړخیزې او عادلانه څیړنې کېږي:

"د میرزا اولنګ د پېښې په اړه زه او زما همکاران، د پراخو او جدي څېړنو پيل اعلانوو، راپورونه او لومړني معلومات ښيي چې په دې پېښه کې د بشریت ضد عناصر شته، دا یو نړیوال جرم دی چې نړیوالې محکمې پورې تړاو لري، خو د دغې مسئلې د هواري لومړی صلاحیت، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت دی."

د افغان دولت وسله والو مخالفینو د شنبې په ورځ د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ سیمه ونیوله او د سیمې څه باندې پنځوس اوسېدونکي یې ووژل.

وسله والو طالبانو په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دغه سیمه کې شااوخوا پنځه سوه کورنۍ بېځایه شوي چې له ناوړه وضعیت سره مخ دي.

همدارنګه په دغه ناسته کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وویل، د خلکو د تمې خلاف، په سرپل ولایت کې د سیمه ییزو خلکو د وژلو په مخنیوي کې، کمزوری عمل شوی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون، د میرزا اولنګ د پېښې د څېړنو لپاره، د لوېې څارنوالۍ اقدام ستايي.

د بشري حقونو کمېسیون د څارنوالۍ دا اقدام ستایلی دی.
د بشري حقونو کمېسیون د څارنوالۍ دا اقدام ستایلی دی.

د دغه کمېسیون اجرائیوي رئیس موسی محمودي له ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله وښوده چې د دغې څېړنې نتایج په هېواد کې د معافیت فرهنګ ختم کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ هیله من یو چې د لوی څارنوال صاحب سپارښتنې اجرا شي، او نتیجه او مثبتې اغیزې یې، د معافیت د فرهنګ د ختمولو او محکمې ته د بشري حقونو د سرغړونونکو د راکښلو سبب شي، څو موږ د زورزیاتي، د ملکي خلکو د عامو وژنو او د جنګي او بشري ضد جنایتونو شاهدان و نه اوسو."

ښاغلي محمودي وویل، د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون هم د سرپل ولایت د میرزا اولنګ په سیمه کې د عامو خلکو د وژلو په اړه خپلې لومړنۍ څېړنې بشپړې کړي، خو په دې تړاو یې ډېر جزیئات ور نه کړل.

په ورته وخت کې د حقوقي چارو پوه کبیر رنجبر وايي چې هغه کسان چې د میرزا اولنګ د پېښې په مخنیوي کې یې بېغوري کړې باید جزا ورکړل شي.

سرپل په روان کال کې په یوه ناامنه ولایت اوښتی او ځیني ولسوالۍ يې په څو ځلې کله د وسله والو مخالفینو لاس ته ورغلي او کله بېرته افغان امنیتي ځواکونو نیولي دي.

افغان امنیتي ځواکونو ویلي چې د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ ته نوي ځواکونه تللي او ډېر ژر به د میرزا اولنګ د سیمې د بېرته نیولو عملیات پیل کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG