د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

انوري: طالبانو د سرپل به صیاد کې د خلکو کورونه سوځولي


د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ سیمه ییز پولیس وايي چې د دولت ضد وسله والو مخالفینو د ولسي خلکو لسګونه کورونه سوځولي دي.

د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ سیمې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان محمد انوري نن شنبې ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو لږ تر لږه د ملکي خلکو ۳۰ کورونه سوځولي دي.

انوري وايي، طالبانو د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ پر سیمه له حملې وروسته ګن ځینې سیمې نیولي او ګڼ شمېر کسان یې له دولت سره د همکارۍ په تور وژلي هم دي.

هغه وویل:

"موږ ته یې هېڅ هم را پرېنښودل، ټولو خلکو خپل کورونه پرېښودل او تېښته یې وکړه، دوی کورونه وسوځول، له مرکز څخه هېڅ مرستندویه ځواکونه رانغلل او هېڅوک زموږ پروا نه کوي."

په صیاد ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو دا مشر وايي چې له طالبانو سره پرمختللې وسلې موجودې دي او له مرکز څخه سیمه ته تلونکي مرستندویه ځواکونه یې په کمین کې وهلي دي او هغوی یې په شا تګ ته مجبور کړي دي.

په سیمه کې ځايي پولیس وايي چې طالبانو د ولسي پاڅون یو شمېر ځواکونه هم ژوندي نیولي دي.

په همدې حال کې د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې جګړه لا هم په صیاد ولسوالۍ کې دوام لري او په میرزا اولنګ سیمه کې سیمه ییزو پولیسو ته پکې تلفات اوښتي دي.

دی وايي چې په یاده جګړه له شلو ډېر طالب وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ذبیح الله اماني زیاته کړه:

"د ترهګرو لس تنه چې په کې د هغوی دوه قوماندانان هم شامل و، د افغان امنیتي ځواکونو سره د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ سیمه کې وژل شوي دي، ۱۲ تنه نور یې ټپیان دي، په دې جګړه کې د سیمه ییزو پولیسو ۷ تنه او د ملي اردو يو سرتېری شهیدان شوي دي او څلور تنه نور ټپیان دي."

طالب ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډیو ته ويلي دي چې د سرپل ولایت میرزا اولنګ سیمه یې د سیمه ییزو پولیسو سره په جګړه کې خپله کړې او د وسلي خلکو کورونه د داوړو لورو ترمنځ په جګړه کې سوځول شوي دي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG