د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

چارواکي: د جوزجان د آقچې ولسوالۍ په جګړه کې ۳۰ وسله‌وال وژل شوي


د جوزجان ځایي چارواکي وایي، له تېرو څو ورځو راهیسې د دغه ولایت د آقچې ولسوالۍ په چکش او کلته‌شاخ سیمو کې لسګونه طالب وسله‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري نن دوشنبه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې له تېرې ورځې را په دې‌خوا، افغان امنیتي ځواکونو په آقچې ولسوالۍ کې ۳۰ تنه طالب وسله‌وال وژلي او له ۱۵ زیات‌یې ټپیان کړي دي.

نوموړي وویل چې په وژل شویو کې بلخ ته د طالبانو د والي مرستیال، د جوزجان خماب ولسوالۍ ته د هغوی نومول شوی ولسوال او په آقچه ولسوالۍ کې د طالبانو د قضايي څانګې مشر شامل دي.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري

ښاغلي غفوري وویل:

"طالبان ډېر شمېر ټپيان او وژل شوي دي، د دې تر څنګ د هغوی دوه تنه ماین خښوونکي چې غوښتل‌یې ماینونه ځای پر ځای کړي، د خپلو ماینونو د چاودنې له امله وژل شوي دي، دښمن له ماتې سره مخ دی او زموږ عملیات دوام لري."

د جوزجان د والي د ویاند په خبره چې په دې جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو ۴ سرتېري هم ټپیان شوي دي.

ښاغلي غفوري زیاته کړه چې دا عملیات تر دې دمه د افغان ګډو ځواکونو له‌خوا چې په‌کې ملي اردو، ملي پولیس او د ملي امنیت سرتېري شامل دي، د آقچې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر مخ بیول کېږي.

په همدې حال کې ځايي سرچینې وايي چې له سرپل او سمنګان ولایتونو څخه یو شمېر وسله‌والو طالبانو چې غوښتل یې د جوزجان د فیض‌آباد ولسوالۍ له لارې آقچې ته راشي او افغان امنیتي ځواکونه محاصره کړي، د ملي اردو له کمین سره مخ او په شا وتمبول شول.

خو د والي ویاند وايي چې نور طالبان په آقچې ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ساتونکو سره د جګړې وړتیا نه‌لري او ډېر ژر به دا ولسوالۍ په بشپړ ډول تصفیه شي.

رضا غفوري زیاته کړه:

"هڅه‌یې کوله چې له نورو ولایتونو څخه هم مرستندویه طالب قوتونه سیمې ته راشي، خو زموږ د امنیتي ځواکونو مورال پیاوړی دی، طالبان لږ هم د سیمې د ساتلو توان نه‌لري."

سره له دې چې افغان ځواکونه وايي چې په آقچې ولسوالۍ کې یې وسله‌والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې، طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې چې ۷ تنه سیمه‌ییز پولیس‌یې تېره ورځ او ۴ تنه نور یې نن دوشنبه د جګړې په جریان کې وژلي دي.

امنیتي چارواکي افغان دولتي سرتېرو ته د تلفاتو اوښتل ردوي.

آقچه ولسوالۍ د بلخ او جوزجان ترمنځ په حد بخشي سیمه کې شمال لور ته موقعیت لري، دا ولسوالۍ د روان کال په ترځ کې څو ځلې د طالب وسله‌والو د ډله‌ییزو حملو شاهده وه چې هر ځل دواړو لورو ته په‌کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG