د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

د سرپل چارواکي: طالبانو په میرزا اولنګ سیمه کې ۲۳۵ تنه یرغمل خوشې کړي


د سرپل چارواکي وایي، طالبانو د دې ولایت په میرزا اولنګ سیمه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳۵ تنه یرغمل خوشې کړي او د دې وېره شته چې لسګونه نور به تر اوسه له هغوی سره برمته وي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح‌الله اماني د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې طالبانو تېره ورځ ناوخته د قومي مشرانو په منځګړیتوب او د چارواکو د هڅو په نتیجه کې دغه یرغمل خوشې کړل چې په خوندي ډول د سرپل ښار ته ورسېدل.

اماني زیاته کړه چې تر اوسه د سیمې نور زیات شمېر اوسېدونکي د طالبانو په ولکه کې دي.

له دې مخکې د سرپل والي محمد ظاهر وحدت د دې ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د طالبانو له‎خوا د په لسګونه یرغمل شویو کورنیو د خلاصون لپاره د سیمې د قومي مشرانو د هڅو د تېزېدو او دفاع وزارت هم د پوځي عملیاتو د ژر پیلېدو خبره کړې وه.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت
د سرپل والي محمد ظاهر وحدت

د چارواکو په وینا طالبانو د صیاد ولسوالۍ پر میرزا اولنګ کلي د حملې او لاندې کولو په نتیجه کې شااوخوا یو نیم سل کورنۍ یرغمل کړې دي.

دغه سیمه چې اکثره اوسېدونکي یې شیعه‎ګان دي، څو ورځې مخکې وسله‎والو طالبانو تر خپل کنټرول لاندې راوسته او ویل کېږي د ښځو او ماشومانو په ګډون د سیمې شااوخوا پنځوس اوسېدونکي یې وژلي دي.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت دغه‌راز وویل چې د وژل شویو د مړو د سپارلو لپاره د قومي مشرانو هڅو نتیجه ورنه‎کړه.

یوه افغان امنيتي چارواکي فرانسپرس ته ویلي چې تر اوسه شااوخوا سل تنه له طالبانو سره یرغمل دي.

په دې اړه چې په میرزا اولنګ کې د طالبانو له‎خوا د ټولو یرغمل شویو کورنیو د خلاصون او د سیمې د بېرته نیولو لپاره د افغانستان دفاع وزارت تر اوسه څه اقدامات کړي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش تېره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل:

"د ۲۰۹ قول اردو قوماندان چې قرارګاه‌یې په مزار شریف کې ده، هلته خپل ټول ترتیبات نیولي او سیمې ته رسېدونکی دی. نو فکر کوم په نېږدې وخت کې زموږ عملیات هلته سرته رسېږي."

د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش
د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش

د فرانسې خبري اژانس بیا د دفاع وزارت د ویاند جنرال دولت وزیري له قوله وایي چې ویلي یې دي، کوماندو ځواکونه په سیمه کې ځای پر ځای شوي، هوایي بریدونه پیل شوي او ځمکني ځواکونه د سیمې د بېرته نیولو لپاره تیاری نیسي.

د دفاع وزارت په سیمه کې د پوځي عملیاتو د پیلېدو خبره وروسته له هغې کوي چې افغان ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ په کابل کې د امنیتي لوړپوړو چارواکو په ګډون په یوه غونډه کې چې په امنیتي سکټورونو کې د فساد د مخنیوي په هدف جوړه شوې وه، د میرزا اولنګ په سیمه کې د طالبانو له‎خوا د خلکو وژنه، ډله‎ییزه وژنه او یو جنایت وباله، ویې‌ویل چې افغان امنیتي ځواکونه به‌یې ډېر ژر له عاملانو غچ واخلي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې د سیمې اوسېدونکو ته د طالبانو تر خبرداري وروسته شااوخوا ۳۳۰ کورنۍ توانېدلي چې خپل کورونه پرېږدي، خو یو شمېر کلیوال د تېښتې په حال کې وژل شوي دي.

د میرزا اولنګ د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ویلي چې دغه خونړۍ حمله چې تر اوسه‌یې ساری نه‎دی لیدل شوی طالبانو او داعش دواړو کړې، خو طالبانو د ولسي خلکو د وژلو ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د دوی د یوه قوماندان تر لاس لاندې یوې ډلې چې ویل کېږي د داعش خوا ته اوښتې، دغه کار کړی دی.

د سیمې اوسېدونکو دا هم ویلي چې د حملې پر مهال‌یې سپین او تور رنګه بیرغونه لیدلي دي.

XS
SM
MD
LG