د لاسرسي لېنکونه

دفاع وزارت: په سرپل کې کافي امنیتي ځواکونه موجود دي


د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، په سرپل کې د وسله والو طالبانو پر ضد د عملیاتو لپاره کافي امنیتي ځواک موجود دی.

د دفاع وزارت ویاند، جنرال دولت وزیري بېګا ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونه په سرپل کې په پوځي عملیاتو بوخت دي.

دولت وزیري وویل:

"په سرپل کې موږ د ملي اردو، ملي پولیسو، نظم عامه او ملي امنیت قطعې شته او ملي دفاع وزارت تیار دی چې نورې قطعې هم تیارې کړې، عملیات فعلاً هم روان دي او مطقه به له دښمنه پاکه کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د سرپل د والي ویاند، ذبیح اماني پرون شنبه خبريالانو ته وویل چې د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ سیمه چې دوې ورځې جګړه پکې روانه، له مرکزه د کمکي ځواکونو د نه رسېدو له امله وسله والو طالبانو نیولي ده.

ذبیح الله اماني اسوشېټېډ پرېس ته ویلي:

"موږ له مرکزه د اضافي ملاتړ غوښتنه کړې وه خو زموږ ملاتړ ونه شو نو له دې امله امنیتي ځواکونو د میرزا اولنګ کنټرول وبایلل."

ښاغلي اماني بېګا ازادي راډیو ته وویل چې په سیمه کې لا پرمختګ نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG