د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹

وزیري: ميرزا اولنګ کې به ژر عملیات پیل او یرغمل کسان به خوشې شي


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د میرزا اولنګ سیمې د بېرته نیولو او د بند پاتې کسانو د راخوشې کولو لپاره بشپړې تیاریانې نیول شوې دي.

دغه وزارت وايي چې سرپل ولایت ته اضافي سرتېري استول شوي او ډېر ژر به د یرغمل شویو کسانو د خلاصون او د دې ولایت د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ سیمې د تصفیې لپاره عملیات پیل شي.

د دې وزارت ویاند دولت وزیري د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې هوايي ځواکونو هم د دې عملیاتو لپاره چمتووالی نیولی دی.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

دی وايي:

"ټول ترتیبات نیول شوي، له مزار شریف څخه د لوا قوماندان سرپل ته تللی، یو اضافي ټولی هم استول شوی، ۱۰۰ سیمه‎ییز پاڅون کوونکي مسلح شوي څنګ زموږ د کمانډو قطعات هم د دې عملیاتو د اجرا لپاره چمتو دي."

د سرپل د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ سیمه د شنبې په ورځ د افغان ځواکونو او وسله‎والو طالبانو ترمنځ تر یوې سختې نښتې وروسته طالبانو ونیوله.

سیمه‎ییز چارواکي وايي چې له دې وروسته په یاده سیمه کې وسله‎والو طالبانو له ۵۰ ډېر کسان وژلي دي.

د دې سیمې زیاتره اوسېدونکي د شیعه مذهب پیروان دي.

د مسؤلینو په وینا د صیاد له ولسوالۍ څخه له ۳۰۰ زیاتې کورنۍ کډې کولو ته اړ شوي او خپلې مېنې یې پرېښې دي.

د صیاد ولسوال ازادي راډيو ته وویل چې وسله‎والو طالبانو او داعش ډلې لاس یو کړی او یاده سیمه‌يې نېولې ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د وسله‎والو طالبانو او داعش ډلې له ۶۰۰ ډېرو وسله‎والو دا سیمه نیولې ده.

خو وسله‌وال طالبان په دې حمله کې د داعش او بهرنیو وسله‌والو مرسته او د ملکي وګړو وژل ردوي.

بل‌خوا ولسمشر محمد اشرف غني هم د سې شنبې په ورځ په یوه ناسته کې په کابل کې وویل چې د میرزا اولنګ پېښه د جنګ د نوعیت بدلېدل په ډاګه کوي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"ژمنه کوم چې زموږ مېړني اولادونه چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دي د دوی انتقام به واخلي، کوم جنایت چې په میرزا اولنګ کې شوی د جنګ د بدلون نوی ډول دی."

په همدې حال کې د سرپل والي ظاهر وحدت د یرغمل شوېو کسانو د خلاصولو لپاره د بېړنۍ مرستې غوښتونکی دی.

د ښاغلي وحدت په خبره په سیمه کې ملکي وګړي په بې‌رحمۍ وژل کېږي او نېږدې ۱۵۰ کورنۍ اوس هم د وسله‎والو طالبانو له‎خوا یرغمل دي.

د سرپل والي ظاهر وحدت
د سرپل والي ظاهر وحدت

دی وايي:

"حکومت ته زما وروستی پیغام دا دی چې ولې د خلکو فریاد نه‌اوري، اوس هم خلک وژل کېږي، خلک یرغمل دي او که د دوی د خلاصون لپاره هلې ځلې ونه‌شي نو دوی به هم د نورو وژل شویو ۵۰ کسانو په برخلیک اخته شي."

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ ویلي و چې د میرزا اولنګ په سیمه کې د حملې په اړه لا له وړاندې معلومات و چې باید مخه‌یې نیول شوې وی.

سره له دې چې په سیمه کې جګړه دوام لري او وسله‎والو طالبانو یو شمېر ملکي او نظامي وګړي هم وژلي، خو د دې ولایت امنیه قوماندان خلیل‌الله دستیار له څو ورځو راهیسې په کابل کې دی.

هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې هڅه کوي چې نن د سې شنبې په ورځ سرپل ته لاړ شي.

د کارپوهانو له ډلې زلمي وردګ ازادي راډيو ته وویل چې د سیمو د سقوط اصلي لامل مدیریتي کمزورتیا ده.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG