د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

دفاع وزارت وايي میرزا اولنګ کې پاتې یرغمل شوي کسان راخوشې کوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د سرپُل د صياد ولسوالۍ په ميرزا اولنګ سيمه کې د راګېر شويو ملکيانو د خلاصون او د سيمې د تصفيې هڅې شديدې شوې دي.

دفاع وزارت وايي، هڅه کوي د قومي مشرانو، مخورو او په سرپُل ولايت کې د دېره امنيتي ځواکونو په مرسته د صياد ولسوالۍ ميرزا اولنګ سيمه له دولت ضد وسله‌والو تصفيه او هلته يرغمل شوي ملکيان خوشې کړي.

د سرپُل ولايتي چارواکو تېره شپه د وسله‌والو طالبانو له څلور ورځني يرغمل څخه د ٢٣٥ کسانو د خوشې کېدو خبر ورکړ.

ويل شوي دغه کسان د قومي مشرانو په منځګړيتوب خوشې شوي دي.

دوى تېر ماښام د سرپُل مرکز ته ورسېدل.

د ولايت چارواکي وايي، لا هم ځيني ملکيان هلته د وسله‌والو طالبانو او داعش ډلې له‌خوا يرغمل دي.

رادمنش: د سیمې د تصفیې لپاره پوځي عملیات پلان شوي دي.
رادمنش: د سیمې د تصفیې لپاره پوځي عملیات پلان شوي دي.

د دفاع وزارت مرستيال وياند بريد جنرال محمد رادمنش ازادي راډيو ته وويل، د سيمې د تصفيې لپاره پوځي عمليات پلان شوي دي.

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"د سيمې لپاره پوځي عمليات پلان شوي او ډېر ژر به پيل او دوام ومومي، اوس‌مهال مو ټول تمرکز د سرپُل د صياد ولسوالۍ ميرزا اولنګ سيمه ده."

هغه کسان چې د وسله‌والو له يرغمل څخه خوشې شوي، پرته له دې چې خپل نوم واخلي، وايي هلته‌يې ډېر بد وضعيت ګاللى دى.

دوی وايي:

"دولت دې موږ ته تابوت او کفن نه‌برابروي، بلکې موږ ته دې امن برابر کړي، دا څنګه دولت دى، موږ قتل شوو."

بل تن وويل:

"مړي مو نه‌شوى پېژندلى، د دوى له جورابو او بوټونو مو ځيني مړي وپېژندل، مسلمان دا کار له چا سره نه‌کوي."

د دولت وسله‌والو مخالفینو د روانې اوونۍ په پيل کې پر صياد ولسوالۍ پراخ بريدونه وکړل او ځينې ساحې يې لاندې کړې.

د سرپل ولايتي چارواکي وايي، سيمې ته له ننوتلو سره سم وسله‌والو مخالفینو تر ۵۰ ډېر ملکيان ووژل، ١٥٠ کورنۍ يې يرغمل کړې او جګړې د ٥٠٠ کورنيو د بې‌ځايه کېدو سبب هم شوې.

د افغانستان اجرائيه رئيس ويلي، پر ميرزا اولنګ سيمې د دولت د وسله‌والو مخالفینو د حملې په اړه راپورونه موجود وو او بايد مخه‌يې نيول شوې وى.

دفاع وزارت وايي، سرپُل ته يو اضافي ټولى پرسونل لېږل شوى، له بلخ ولايت څخه د لوا قوماندان هم سرپل ته تللى، ١٠٠ ولسي پاڅونوال هم په وسلو سمبال شوي او کومانډو ځواکونو هم پر سيمې د عملياتو لپاره ترتيبات نيولي دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د صياد ولسوالۍ په تړاو ويلي چې د دفاعي او امنيتي قواوو زړور غړي به د قربانيانو غچ واخلي.

XS
SM
MD
LG