د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

هېواد: امریکا هلمند ته یو شمېر اضافه سمندري سرتېري استوي


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم تر ډېره د افغانستان په اړه د امریکا د نوې ستراتیژۍ پر سر روانو بحثونو او د سرپل ولایت د میرزا اولنګ سیمې په پېښې بېلابېل غبرګونونه راخېستي دي.

سرخط ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په حواله لیکلي چې د افغانستان لپاره د امریکا نوې تګلاره به له ارزونې وروسته اعلان شي.

ورځپاڼه لیکي چې رېکس ټېلرسن اسیا ته د خپل سفر پر مهال خبریالانو ته ویلي دي چې د افغانستان لپاره د تګلارې جوړوونکې ډله د ټولې سیمې په اړه فکر کوي.

خو ورځپاڼې د ځینو امریکایي رسنیو په حواله لیکلي چې دا ډله د سپینۍ ماڼۍ او کانګرس ترمنځ د تاوتریخوالي له کبله له ستونزو سره مخامخ ده.

ویسا ورځپاڼې هم د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا د نوې تګلارې په اړه روانو بحثونو ته کتنه کړې او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو دا برخه یې راخېستې چې د دې تګلارې په اړه بحثونه دوام لري او دوی د څو بېلابېلو مسایلو په اړه فکر کوي.

ورځپاڼې لیکلي چې رېکس ټېلرسن دا هم ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان او سیمې په اړه څو مهمې پوښتنې مطرح کړي چې تر دې مخکې کوم امریکایي ولسمشر نه وي کړې.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې ټېلرسن له خبریالانو سره په خپلو خبرو کې ویلي دي چې دوی اوس مهال په دې کار کوي چې د ولسمشر ټرمپ پوښتنو ته سم ځوابونه ومومي.

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي دي، امریکا په افغانستان کې د هلمند ولایت ته یو شمېر اضافه سمندري سرتېري استوي، خو د ورځپاڼې په وینا دغه سرتیري چې شمېر یې نه دي ښودل شوي د ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍ برخه نده.

ورځپاڼه لیکي چې ټاکل شوې د ټرمپ د ادارې دا ستراتیژي په نېږدې راتلونکې کې اعلان چې له مخې به یې یو شمېر نور ځواکونه افغانستان ته واستول شي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې اوس مهال کوم ځواکونه هلمند ته استول کېږي، هغه د امریکایي قوماندانانو په غوښتنه استول کېږي، څو په هلمند کې له موجودو امریکایي پوځيانو سره همکار شي.

د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ سیمې وروستۍ خونړۍ پېښه بله مهمه مسئله ده چې د کابل ځينو ورځپاڼو راخېستې.

د ملي ارمان نادولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د دفاع وزارت په حواله په یو مطلب کې لیکلي چې په میرزا اولنګ سیمه کې به ډېر ژر پوځي عملیات پیل او برمته شوي خلک به وژغورلې شي.

ورځپاڼې وړاندې په خپله سرمقاله کې بیا د ولسمشر په پرونیو څرګندونو بحث کړې چې ویلي دي، د میرزا اولنګ د قربانیانو غچ به واخلي.

خو ورځپاڼې لیکلي، له دې کبله چې ولسمشر تراوسه پورې خپله هېڅ یوه ژمنه نه ده عملي کړې، نو دا ژمنه به هم د مخکینیو ژمنو په څېر عملي نه شي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي، په داسې حال کې چې په میرزا اولنګ کې د ناورین شپږ ورځې تیریږي، خو دولت لا هم په پوره بې شرمۍ سره تماشه کوي او د ستونزې حل ته یې لا څه نه دي کړي.

هېرټ آف اشیا انګلیسي ژبې ورځپاڼې هم د میرزا اولنګ ناورین ته په اشارې لیکلي دي چې حکومت د عامه خلکو د ژوند او شتمنیو په ساتلو کې پاتې راغلې دې.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې په افغانستان کې په روانه جګړه کې ښکېلې ټولې خواوې د عامه خلکو ژوند ته جدي پام نه کوي چې له کبله یې ورځ تر بلې د عامه خلکو په مرګ ژوبله کې زیاتوالې راځي.

ورځپاڼې لیکلي، که د جنګ په ډګر کې حکومت برلاسه نه دې، نو د داسې ناورینینو د مخنیوي لپاره د سولې د پروسې پر مخ بیول یوازینې انتخاب دې.

خو هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې د وسله والو ځواکونو د سر اعلی قوماندانۍ پرونۍ غونډه راخېستي چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ جوړه شوې وه.

ورځپاڼې لیکلي چې په غونډه کې د میرزا اولنګ سیمې د حالاتو له ارزونې وروسته د هېواد امنیتي ځواکونو ته لارښوونه وشوه چې د میرزا اولنګ کلي د بیا نیولو لپاره اقدام وکړي.

هېواد لیکلي چې د دې ترڅنګ ولسمشر دا لارښوونه هم وکړه چې د سیمې زیانمن شویو خلکو ته د بیړنیو مرستو د رسولو کار هم پیل شي.

XS
SM
MD
LG