د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

سپېدار: په ۴کلن پلان کې به د وسله والو د انسجام مرکزونه په نښه شي


د افغانستان اجرائيه ریاست وايي چې د حکومت په څلور کلن امنیتي پلان کې د مخالفو وسله والو د مشرتابه او د انسجام د مرکزونو له منځه وړل شامل دي.

دغه ریاست وايي، حکومت له ترورېزم سره په مبارزه کې جدي دی او وايي چې وسله وال مخالفین د افغانانو دښمنان دي او باید له منځه یوړل شي.

د اجرائيه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د څلور کلن امنیتي پلان له مخې د افغان حکومت یوه هڅه داده چې د وسله والو مخالفینو مشرتابه او د انسجام مرکزونه له منځه یوسي.

جاوید فیصل
جاوید فیصل

نوموړي زیاته کړه:

"افغان حکومت چې کوم پلانونه لري په ځانګړي ډول د څلور کلن امنیتي پلان له مخې هڅه کېږي له کومه ځایه چې د دوی مشرتابه منسجمېږي او له کومه ځایه چې تنظیمېږي، له منځه یوړل شي، ترڅو په دې برخه کې د پرمختګونو شاهدان وه اوسو."

خو ښاغلي فیصل ونه ویل چې د وسله والو مخالفینو دغه مرکزونه چې د دوی مشرتابه هلته منسجمېږي چېرې هدف ګرځوي؟

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې څلور کلن امنیتي پلان چې د افغان حکومت ترلاس لاندې وو دوه میاشتې وړاندې وروستی شوی او اوس د اجرا په حال کې دی.

افغان ځواکونه
افغان ځواکونه

افغان چارواکي په داسې حال کې د وسله والو مخالفینو د مرکزونو او مشرتابه د له منځه وړولو د هڅې خبره کوي چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو او داعش ډلې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خپلو حملو ته زور ورکړی دی.

د پکتیا په جاني خېلو کې امنیتي ځواکونه له خپل موقعیت په شا شوي

د سرپل د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ سیمه کې حمله د وسله والو مخالفینو وروستۍ نمونه ده چې د راپورونو له مخې ډېر شمېر ولسي وګړي په کې ووژل شول.

د سرپل چارواکي وايي طالبانو او داعش لاس یو کړی او دغلته‌یې لسګونه کسان وژلي

د افغان کارپوهانو په باور د افغان حکومت له خوا د وسله والو مخالفینو د مشرتابه د سوق او ادارې د مرکزونو له منځه وړل تر یو حده ممکن او تر یو حده نا ممکن دي.

باري عارض
باري عارض

د دغو کارپوهانو له ډلې عبدالباري عارض ازادي راډيو ته وویل:

"یو خو د طالبانو د سوق او اداري مرکزونه دي چې ښایي له افغانستان څخه بهر یعني په ګاونډیو هېوادونو کي دي چې لاس رسې ورته ستونزمن دی او یو د طالبانو د سوق او اداري مرکزونه د ننه په افغانستان کې د یوه ولایت په کچه دي چې له منځه وړل يې په ځانګړي ډول د نړیوالو ځواکونو په همکارۍ امکان لري."

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې افغان چارواکو په وار وار دا ټینګار کړی چې د افغان دولت د وسله والو مخالفینو د تمویل او تجهیز مرکزونه له افغانستان بهر په ځانګړي ډول په پاکستان کې دي او له هماغه ځایه افغانستان ته د جنګ لپاره را استول کېږي.

افغان کارپوهان وړاندیز کوي چې د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره باید افغان حکومت امنیتي پلانونه په سمه بڼه عملي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ ښه هماهنګي رامنځ ته کړي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG