د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

دفاع وزارت وايي د جاني‌خېلو ولسوالۍ بېرته نیولو ته نېږدې شوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د پکتیا د جاني‌خېلو ولسوالۍ مرکز د بېرته نیولو لپاره پراخ پوځي عملیات پیل شوي دي او ډېر ژر به د ولسوالۍ مرکز بېرته ونیول شي.

جاني‌خېل ولسوالي نن پنجشنبې د درېیم ځل لپاره وسله والو طالبانو ونیوه، خو د جګړې اور لا تود دی.

دفاع وزارت وايي چې د یادې ولسوالۍ د مرکز د بېرته نیولو لپاره د ولسوالۍ شا او خوا د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونه د د ولسوالۍ د نیولو ته نېږدي شوي دي.

ردامنش: افغان ځواکونه د لسوالۍ نیولو ته نېږدې شوي دي.
ردامنش: افغان ځواکونه د لسوالۍ نیولو ته نېږدې شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان ملي او امنیتي ځواکونو او د دښمن ترمنځ جګړه روانه ده او موږ دغه جګړه اداره کوو او زموږ تر نظارت لاندې ده، زه فکر کوم چې ډېر ژر موږ کولای شو دښمن ته بیا ماته ورکړو."

له تېر یو کال راهیسې دا درېیم ځل دی چې وسله والو طالبان د پکتیا د جاني‌خېلو ولسوالي نیسي.

اوس له هر چا سره مطرح پوښتنه دا ده چې ولې وسله وال طالبان په ډېر اساني سره توانیږي چې دغه ولسوالۍ بیا بیا له افغان ځواکونو څخه ونیسي؟

دفاع وزارت یې غرنی موقیعت او له ګاونډي هېواد پاکستان سره ګډه پوله عمده لاملونه ګني.

ښاغلی رادمنش وايي، وسله وال طالبان غواړي د جاني‌خېلو ولسوالۍ جغرافیوي موقعیت ته په پام سره یاده ولسوالي ونیسي او د ځان لپاره یې د یو مهم پټنځای په توګه وکاروي.

تېر ځل وسله وال طالبان د جاني خېلو د نیولو پرمهال.
تېر ځل وسله وال طالبان د جاني خېلو د نیولو پرمهال.

په ورته وخت کې د پکتیا ولایت د ولایتي شورا منشي حفیظ الله مبارز وايي دغې ولسوالۍ یو وار بیا ځکه سقوط وکړ چې په جګړه کې پاکستاني پوځيان عملاً د طالبانو ملاتړ کوي.

دی د خپلې اداعا د ثبوت په اړه داسې وايي:

"څو ورځې وړاندې په همدې جنګ کې پنجابیان ونیول شول چې اوس هم د افغان ځواکونو سره دي، هغوی خپله اقرار وکړو چې دوی د پاکستان اتباع دي، کوم کسان چې د جنګ په ساحه کې لګېدلي وو پاکستاني شناختي کارډونه ورسره وو، له دې لوی ثبوت څه کېدای شي."

روانه اوونۍ د افغانستان ملي امنیت په کابل کې کې رسنیو ته داسې یو کس ښکاره کړ چې په اردو ژبه يې خبرې کولې او د ملي امنیت د یوې سرچینې په وینا یاد کس د جاني خیلو په جګړه کې نیولی شوی دی.

یاد نیول شوي کس رسنیو ته وویل چې د پاکستان د پنجاب ایالت اوسېدونکی دی او دده په خبره افغانستان ته د جهاد لپاره راستول شوی وو.

د پکتیا د ولایتي شورا منشي حفیظ الله مبارز وايي چې اوس مهال په سیمه کې ولسي وګړي له سختو ستونزو سره مخامخ دي او ډېری کورنۍ ګاونډيو ولسوالیو او مرکز ګردېز ته په ګډه کولو مجبورې شوي دي.

د پکتیا جاني خېل ولسوالي
د پکتیا جاني خېل ولسوالي

بل خوا د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د امنیتي ځواکونو ترمنځ نه همغږي او د جګړې په ډګر کې کمزوری مدیریت د دې لامل شوی چې د دولت وسله وال مخالفین د جګړې په ډګرونو کې پرمختګ وکړي.

د سولې او جګړې د انسټیټوټ څیړونکي حکمت الله عظیمي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"له بده مرغه دولت ډېر زیات لګښت وکړي، ډېر زیات عسکر شهیدان شي، سیمې له طالبانو ونیسي، خو د بېرته ساتلو لپاره يې پلان او مدیریت موجود نه وي چې دا سیمې څنګه وساتلای شي، جاني خېل تاسې وګوري دا يې درېیم وار دی چې طالبان يې نیسي او دوه ځلې دولت بیرته ځينې ونیوله."

د پکتیا د ولایتي شورا غړي ټینګار کوي چې که د یادې ولسوالۍ د نیولو او ساتلو لپاره منظم او ځانګړي پروګرامونه جوړ نشي، ليرې نه ده چې د دې ولایت نورې ولسوالۍ هم له سقوط سره مخامخ شي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG