د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

پکتیا چارواکي: د جاني خېلو ولسوالۍ په بشپړه توګه له طالبانو ونیول شوه


د پکتیا چارواکي وايي، د دې ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ په بشپړ ډول د افغان امنیتي ځواکونه تر واک لاندې راغلې ده.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت له ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه کې مقابل لوري ته درنه مرګ ژوبله اوښتې چې په وژل شویو کې یو شمېر پاکستاني ملېشې هم شاملې دي.

عبد الله حسرت دا رنګه وویل، په ټولو هغو سیمو کې چې جګړه په کې روانه وه، د افغان دولت وسله وال مخالفین ځپل شوي دي.

ښاغلي حسرت زیاته کړه:

"یو سل اته څلویښت تنه وسله وال مخالفان چې شل تنه يې پاکستاني ملیشې وې، وژل شوي دي. په دې کې د وسله والو یو شمير قومندانان هم شامل دي. یو سل یوویشت تنه وسله وال ژوبل دي. په دې جګړه کې ۱۳ افغان سرتیري وژل شوي او ۱۷ ټپیان دي."

د پکتیا جاني خيل ولسوالی د څه د پاسه لسو ورځو راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفانو ترمنځ د جګړو شاهده وه.

XS
SM
MD
LG