د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

عیار: د نړیوالې ټولنې او امریکا پر حضور سربېره ناامني زیاته شوې


د "سیاسي ګوندونو کور" او یو شمېر مدني او ټولنیز بنسټونه، په هېواد کې د جګړو او په لارو کې د شوکمارو د فعالیتونو پر زیاتېدو اندېښنه ښیي او له حکومت نه غواړي چې مخه‌یې ونیسي.

د «سیاسي ګوندونو کور» او د یو شمېر مدني او ټولنیزو بنسټونو مسؤلین، د ترورېستانو د بریدونو زیاتېدو ته په کتو سره، له حکومت او نړیوالې ټولنې غواړي چې د ترورېزم پر وړاندې مبارزه جدي او د خلکو د وژنو مخه ونیسي.

دوی د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوې غونډه کې وویل چې ترورېستي ډلو د هېواد په مرکز او ولایتونو کې فعالیتونه زیات کړي دي.

په کندهار کې پر نړیوالو ځواکونو د انتحاري حملې عکس.
په کندهار کې پر نړیوالو ځواکونو د انتحاري حملې عکس.

د «افغانستان واحد ګوند» رئیس محمد عمر عیار وویل، په افغانستان کې د امریکا او نړیوالې ټولنې له موجودیت سره سره، بیا هم په دې هېواد کې ناامني زیاته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"ځان وژونکې حملې، غلا او د خلکو وژنه ورځ په ورځ زیاتېږي او سره له دې چې ناټو او امریکا په دې هېواد کې حضور لري، خو په خواشينۍ سره چې د خلکو وژنه له یوې ورځې نه بلې ته زیاتېږي، باید اصلي مقصر وموندل شي او د خلکو د وژنو مخه ونیول شي. د خلکو صبر او زغم نور ختم شوی دی."

په دغې غونډه کې د افغانستان د سولې د ګوند مشر شاه محمود پوپل، د روانو ستونزو لامل، په حکومت کې د سیاسي ګوندونو استازو ته برخه نه‌ورکول او د افغانانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د ژمنو، نه‌پلي کېدل په ګوته کړل.

د دغې غونډې په پرېکړه‌لیک کې د ترورېزم پر وړاندې د ګاونډیو هېوادونو پر همکارۍ، د حکومت او نړیوالې ټولنې له‌خوا د استخباراتي او کشفي فعالیتونو پر زیاتوالي، په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو په راوستلو او د افغان ځواکونو په لاتجهیزولو ټینګار شوی دی.

په دې وروستیو کې په کابل، هرات او ځینو نورو ولایتونو کې د وسله‌والو ډلو د حملو په نتیجه کې، ګڼ شمېر خلک وژل شوي او ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو حمله کوونکو د سې شنبې په شپه د هرات ښار پر جوادیه جومات د لمانځه د اداء کولو پر مهال برید وکړ چې د امنیتي مسؤلینو د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې ۳۳ کسان ووژل شول او ۶۰ ټپیان شول.

په هرات کې پر جوادیه جومات حمله کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول.
په هرات کې پر جوادیه جومات حمله کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول.


سربېره پر دې د تېرې دوشنبې په ورځ یو شمېر حمله کوونکو په کابل کې د عراق پر سفارت برید وکړ چې د کورنیو چارو وزارت وویل، دوه کسان په‌کې وژل شوي او درې ټپیان شوي دي.

د دغو بریدونو مسؤلیت داعش ډلې منلی.

داعش ډلې د هرات پر "جوادیه" جومات د انتحاري حملو مسؤلیت ومانه

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت وايي، وسله‌وال مخالفین د امنیتي ځواکونو پر وړاندې کمزوري شوي او د ملکي خلکو وژلو ته‌يې مخه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل، د مخالفینو د حملو او د خلکو د وژنو د مخنیوي په هدف، د نړیوالې ټولنې د مرستو جلبولو هڅې روانې دي.

نجیب دانش
نجیب دانش

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د نړیوالې ټولنې ملاتړ او همکاري له ځانه سره لرو، هغوی له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه، د مشورې ورکولو او د افغان ځواکونو د تجهیز په برخو کې هڅې کوي او موږ هم هڅه کوو چې وضعیت ښه کړو او دغه ستونزې له مخې لیرې کړو."

ښاغلي دانش وویل، د هېواد او په تېره د کابل ښار لپاره د نوي امنیتي پروګرام په جوړولو کار پیل شوی چې په پلي کېدو سره به‌یې، روان وضعیت ښه شي.

پخوا تر دې ولسمشرۍ ماڼۍ هم د څلور کلن امنیتي پلان د طرحې د جوړولو او د امنیتي ستونزو د هواري خبره کړې ده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG