د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۵ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۵۶

دفاع وزارت: په بېلابېلو ولایتونو کې ۵۰ مخالفین وژل شوي


د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، په پوځي عملیاتو کې پنځوس وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دې وزارت مرستیال ویاند، محمد رادمنش پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې په څوارلس ولایتونو کې اتلس پوځي عملیات شوي دي.

محمد رادمنش وویل:

"موږ په وروستیو څلوروېشت ساعتونو کې د هېواد په څوارلس ولایتونو کې اتلس پوځي عملیات پيل کړل چې د پکتیا د جاني خېلو ولسوالۍ هم په هغو سیمو کې وه او له دښمنه پاکه شوه."

د رادمنش په وینا، عملیات په پکتیا، ننګرهار، بدخشان، کندز، فاریاب، هلمند، ارزګان، فراه، غور او بادغیس کې شوي.

په عملیاتو کې درې عسکر زخمیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG