د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

نېکلسن: ترورېزم سره جګړه نه‌یوازې د افغانستان بلکې بشریت لپاره مهمه ده


په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان وايي، له ترورېزم سره جګړه د نړۍ تر ټولو مهمه جګړه ده چې ګټل‌يې نه‌یوازې د افغانستان بلکې د ټول بشریت لپاره مهمه ده.

جنرال جان نېکلسن دا څرګندونې پرون په ارګ کې د ماتې نه‌منونکې لوبو د مشال د بلولو په مراسمو کې وکړې.

جنرال نېکلسن وویل، په دې جګړه کې د ناکامۍ د بیې اندازه له تصور پورته ده او موږ باید دا جنګ وګټو.

دغه لوړ رتبه امریکايي جنرال یو ځل بیا له افغان امنیتي ځواکونو سره د متحده ایالاتو د کلک ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ او د افغان ځواکونو د ستایلو په لړ کې يې دا ځواک نه‌ماتېدونکی وباله.

دواخان مینه‎پال
دواخان مینه‎پال

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال د ښاغلي نېکلسن د څرګندونو په اړه ازادي رادیو ته وویل:

"د افغانستان حکومت له ترورېزم سره پر بریالۍ مبارزې باور لري. له ترورېزم سره بریالۍ مبارزه موږ دایمي ثبات ته رسوي. نړیوال شریکان هم په دې برخه کې راسره همغږي دي. د نېکلسن خبرې دا معنی لري چې له ترورېزم سره کامیابه مبارزه یوازې د افغانستان لپاره نه بلکې د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره مهمه ده."

ولسمشر غني په خپلو څرګندونو کې وویل، افغان امنیتي ځواکونه به له ترورېزم سره په روانه جګړه کې ګټونکي وي.

هغه زیاته کړه چې ترورېستان کولای شي موږ ژوبل کړي، خو ماتولی مو نه‎شي.

د ښاغلي غني په خبره افغانستان به د ترورېزم په هدیره بدلېږي.

افغان ولسمشر او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان په داسې وخت کې د ترورېزم پر ضد د جګړې د ګټلو په اړه څرګندونې کوي چې دا مهال د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې جګړو او تاوتریخوالي زور اخیستی او د افغان سرتېرو او ملکیانو په مرګ‎ژوبله کې د زیاتوالي راپورونه خپرېږي.

دغه‌راز د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره په دې ورځو کې د افغانستان په اړه پر خپلې ستراتېژۍ چې افغانستان ته د زرګونو اضافي سرتېرو استول هم په‌کې شامل دي سلا مشورې کوي.

XS
SM
MD
LG