د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

واشنګټن پوسټ د افغانستان د نجات ائتلاف مشران په قتلونو تورن بللي


د افغانستان په اړه ګڼو غربي مطبوعاتو په بېلابېلو مهمو مسایلو تبصرې کړي دي.

واشنګتن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان د نجات ائتلاف په اړه یومطلب لیکلی او د دغه ائتلاف مشران یې په قتلونو تورن بللي دي.

دې ورځپاڼې لیکلي چې د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم چې پخوانی جنګسالار دی او کلونه کلونه د ازبکانو مشر پاتې شوی له خپلو دوه نورو تازه ملګرو سره چې پخوا یې سره لانجې هم وې یو ائتلاف جوړ کړی دی.

د بلخ والي او د جمعیت اسلامي ګوند اجرائيه شورا رئیس عطامحمد نور او د اجرائیه رئیس مرستیال او د وحدت اسلامي مردم افغانستان ګوند رئیس محمد محقق په دې ائتلاف کې د نورو تر څنګ د دوستم دوه ملګري دي.

واشنګټن پوسټ لیکلي چې د افغانستان د ژغورنې ائتلاف ټینګار لري چې د نظام د سقوط په لټه کې نه دي خو د واک د ویش پلوي دی او ټینګار یې دا دی چې په دوستم باندې ترتیب شوې جرمي دوسیه وتړل شي.

دوستم له مې میاشت راهیسې چې کله د احمد ایشچي د عریضې په اساس د لویې څارنوالۍ له لوري د ایشچي د جنسي ځورونې په قضیه کې ښکېل وبلل شو ترکیې ته تللی دی.

واشنګټن پوسټ لیکلي چې جنرال دوستم د دې قضیې په سپینولو کې له لویې څارنوالۍ سره له همکاري ډډه وکړه.

د جنرال دوستم په شمول د افغانستان د نجات ائتلاف ولسمشر اشرف غني د واک په انحصار تورن کړی دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوې مرکې له مخې د عطامحمد نور خبرې راخېستي چې په امریکا یې انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د ضرورت په وخت کې یې موږ وکارولو او اوس ټول واک د ولسمشرغني او د هغه د ټيم په لاس کې دی.

خو ولسمشرغني او د هغه ټیم بیا د ائتلاف کلک مخالفت کړی دی.

د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي ویلي چې په حکومت کې دننه اپوزیسیون منطق نه‎لري.

ولسمشر غني هم څو ورځې دمخه د صنعتګرانو په یوه غونډه کې د تدارکانو کمېسیون په پروسېجر د افغانستان د نجات ائتلاف انتقادونو په اشارې وویل، هغه خلک چیغي وهې چې ګټې یې بندې شوي دي.

واشنګټن پوسټ هم د چارو ادارې د مرستیال هارون چخانسوري په حواله لیکلي چې د لومړي ځل لپاره دغو واکمنو خلکو احساس کړه چې د غلطو کارونو په خاطر به د یوې مستقلې او غیر سیاسي قضایه قوې له‎خوا پوښتل کېږي.

نارټ ارکنسا ډموکراټ ګزټ:

دې امریکايي ورځپاڼې لیکلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د لوی قوماندان په هدف ګرځولو سره تېروتنه کوي.

نارټ ارکنسا ورځپاڼې لیکلي هغه رپوټونه چې ګواکې ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو د قوماندان جنرال جان نیکلسن د لېرې کولو ګواښ کړی او د افغانستان په اړه د پالیسي اعلان ځنډېږي، افغانان اندېښمن کړي دي.

ورځپاڼه زیاتوي چې جنرال نکلسن له شپاړسو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو قومانداني په غاړه لري او په دغه جنګ ځپلي هېواد کې خورا زیات احترام ورته کیږي.

جنرال نیکلسن په داسې حال کې له افغان پوځي او ملکي چارواکو سره اړیکې ښې کړي چې مخالفین ورځ تر بلې خپلو حملو ته زور ورکړی دی.

نارت ارکنسا ډیموکراټ ګزټ وايي، د ډونالډ ټرمپ دغه اعتراض چې جنرال نیکلسن ولې د افغانستان شپاړس کلنه جګړه نه‎ده ګټلې افغان سیاستوال غافلګیره کړي او وايي چې کابل د خپلو مخالفینو په وړاندې د واشنګټن تلپاتي ملاتړ ته سخته اړتیا لري.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر عمر داوودزی چې د ولسمشر کرزي نېږدې همکار و، ویلي چې د امریکا د سټراټيژۍ نشتوالی زموږ تر ټولو لویه اندېښنه ده.

هغه ویلي چې موږ له یوې سیاسي ناکرارۍ او امنیتي کړکېچ سره مخ یو.

عمر داوودزي نارټ ارکنسا ډموکراټ ګزټ ورځپاڼې ته ویلي چې د افغانستان پوځ او ټولنیز بنسټونه د ګاونډیانو د مداخلې په خاطر د امریکا ملاتړ ته اړتیا لري.

ښاغلي داوودزي دا هم ویلي چې امریکا د امتحان په حال کې ده او که وضعیت نور هم خراب شي خپل اعتبار به له لاسه ورکړي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG