ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د فساد پر ضد هماغسې جدي مبارزه په کار ده چې د ترورېزم پر وړاندې یې اړتیا ده.
ښاغلي غني د سې شنبې په ورځ په امنیتي او دفاعي سکټورونو کې د فساد پر وړاندې د مبارزې ګډ کنفرانس ته وویل چې اصلاحات او د فساد پر وړاندې مبارزه د افغان حکومت هغه انتخابونه دي چې له تحقق پرتهیې په هېواد کې امنیت ممکن نهدی.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ ولې تلفات ورکوو؟ یو دلیلیې فساد دی. تحکیماتو ته مو بیا بیا روپۍ ورکړې، خو اجرا نهشو، نو تلفات کېږي. له همدې امله ده چې اصلاحات د اړتیا او د خپلو اتلانو د ځان او مال ساتلو په خاطر دي."
ښاغلي غني دا خبرې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان د لویې څارنوالۍ او امنیتي او دفاعي بنسټونو تر منځ د ګډو تفاهملیکونو د لاسلیک کولو غونډې ته وکړې.
هغه وویل چې دا په دې برخه کې یو بېساری اقدام دی چې ورسره به د افغان ځواکونو هر سرتېری د پاملرنې او بدلون احساس وکړي.
ښاغلي غني وویل د دې تر څنګ د څېړنو او د جزا مېکانیزمونو د رامنځته کېدو اړتیا ده تر څو د هغه چا پر وړاندې چې د فساد ضد په لومړي صف کې وي د فساد د ککړېدو بېبنسټه تورونه پورې نهشي.
د افغانستان په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د فساد پر وړاندې مبارزه داسې وخت نوی رنګ اخلي چې له دې وړاندې دا بنسټونه د سیګار او خپله د ځينو افغان مشرانو لهخوا په فساد تورن شوي دي.
د تېلو په اختلاس کې د دفاع وزارت ۳ جنرالان او ۵ کارکوونکي محاکمه شول
دفاع وزارت: په فساد د تورنو ۷ لوړپوړو افسرانو دوسیې محکمې ته استول شوي
سیګار د افغان ځواکونو د تلفاتو لامل رهبرۍ کې فساد او کمزوری مدیریت یادوي
په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د فساد سره د څرنګه مبارزې دا کنفرانس د شااوخوا ۳۵۰ مسؤلینو او کارپوهانو په ګډون په ارګ کې جوړ شوی او د درېیو ورځو پورې بهيې په لارو چارو وغږېږي.
د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي دې غونډې ته وویل داسې برېښي چې د اصلاحاتو، تدارکاتو او لوژستیک په برخه کې فساد شته، خو د ګډې مبارزې د نوې ستراتېژۍ له مخې به تر ډېره د فساد ریښې ختمې شي.
نوموړي زیاته کړه:
"د امنیتي او دفاعي بنسټونو او د افغانستان د لویې څارنوالۍ ترمنځ د معلوماتو یو ګډ مرکز جوړېږي چې له هغې وروسته به هېڅ یوه قضیه پټه پاتې نهشي، بلکې هر څوک به پوهیږي چې قضیه تر کومه ځایه ورسېده او څه وشول."
لوی څارنوال وايي چې د لومړي ځل لپاره هغه قضیې د قانوني مسیر په لوري تللي چې د تېرو ۱۲ کلونو راهیسې یې برخلیک نهو معلوم.
له دې سره د امنیتي او دفاعي بنسټونو مشرانو ژمنه وکړه چې د فساد ضد بورډونه او کمېټې به جوړوي او د تفاهملیکونو له مخې به د لویې څارنوالۍ سره د فساد د لهمنځه وړلو په برخه کې همکاري کوي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ