د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۱۴

الېس وېلز له افغان چارواکو سره پر ګڼو مهمو مسایلو خبرې کړي


د جنوبي او مرکزي اسيا په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت سرپرستې مرستيالې له افغان چارواکو سره پر ګڼو مسايلو خبرې وکړې.

مېرمن الېس وېلز چې په عين حال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړې سرپرسته استازې ده، د دوه ورځني سفر په لړ کې له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، د ملي امنيت له سلاکار محمد حنيف اتمر، د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح‌الدين رباني او نورو مقاماتو سره د کابل او واشنګټن پر دوه اړخيزو همکاريو او نورو مسايلو بحث وکړ.

په کابل کې د امريکا د سفارت په اعلاميه کې ويل شوي چې مېرمن وېلز ويلي چې هېواد يې د افغانستان اقتصادي او سياسي ثبات ته ژمن دى.

XS
SM
MD
LG