د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

د سولې عالي شورا: د طالبانو په وړاندې د سعودي د بدل شوي دریځ هرکلی کوو


د افغانستان د سولې عالي شورا د طالبانو پر وړاندې د سعودي عربستان علني دریځ بدل شوی ګڼي او هرکلی یې کوي.

دغې شورا دا موضوع د وسله‎والو طالبانو پر وړاندې د سعودي چارواکو د تُند دریځ په غبرګون کې وکړه.

د یادې شورا مرستیال عزیز الله دین محمد د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که څه هم سعودي عربستان له طالبانو سره رسمي اړیکې له پخوا پرې کړي، خو تر ډېره عربان له طالبانو سره په شخصي مرستو تورن دي او نوی دریځ‌یې د افغان حکومت لپاره د هرکلي وړ دی.

دی وايي چې افغان حکومت څو ځله له سعودي عربستان څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان د سولې په برخه کې خپل رول ادا کړي.

د سولې عالي شورا مرستیال عزیز الله دین محمد
د سولې عالي شورا مرستیال عزیز الله دین محمد

ښاغلی دین محمد وايي:

"دا علني موقف او دریځ یو تغییر دی او دا کار د افغانستان حکومت ته خوشاینده دی، ولې د قطر دفتر په اړه په څرګندونو کې تر ډېره داسې فکر موجود دی چې د قطر او عربستان اړیکې خرابې شوي او شاید دا دریځ له همدې امله وي."

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د سعودي عربستان شارژدافیر د دوشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې ازادي راډيو ته وویل چې د عربستان شاهي حکومت په افغانستان کې د اوسني مشروع حکومت څخه ملاتړ کوي او د دغه حکومت پر وړاندې هر ترورېستي فعالیت محکوموي.

شارژدافیر مشاري بن مزعل الحربي زیاته کړه چې عربستان اوس‎مهال طالبانو ته د حکومت ضد ترورېستي ډلې په سترګه ګوري او همدا د عربستان رسمي دریځ دی.

په یوه تازه دریځ کې دغه هېواد په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره هم مخالفت کړی او ویلي یې دي چې دا دفتر له بهرنۍ نړۍ سره د طالبانو اړیکې ټينګوي.

دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان لومړنی حکومت و چې د طالبانو امارت‌یې په رسمیت وپېژانده او پر نوموړي هېواد له طالبانو سره د مالي مرستو تورونه پورې دي.

په ورته وخت کې پخوانی طالب چارواکی او د افغانستان د خلاصون شورا مشر سید اکبر اغا ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو په اړه د عربستان تند دریځ د ګټې پر ځای تاوان دی.

د افغانستان د خلاصون د شورا مشر سید اکبراغا
د افغانستان د خلاصون د شورا مشر سید اکبراغا

دی وايي:

"د دې وخت نه‎دی چې عربستان طالبانو ته په دې نظر وګوري، بلکې باید طالبانو ته په دې نظر وګوري چې طالبان په افغانستان کې یو څوک دي او اړتیا د دې ده چې سوله راشي نو دا خبرې د افغانستان غمیزه لا اوږدوي او نېږدې کوي یې نه."

د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم وايي، د سعودي عربستان دا ټينګار او د قطر له دفتر سره‌یې مخالفت د سیاسي ګټو په خاطر دی.

ښاغلي خادم ازادي راډيو ته وویل چې د عربستان او قطر ترمنځ اختلافات د دې لامل شوي چې عربستان په قطر کې د طالبانو له دفتر سره مخالفت ښکاره کړي او طالبان د دغه دفتر او قطر سره د اړیکو پر بنسټ ترهګر وښيي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG