د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

امنیه قوماندان: د پاکستاني پوځ تر عملیاتو وروسته مخالفین کونړ ته راوښتي


د کونړ امنيه قوماندان وایي، پاکستانیو ځواکونو چې د ډیورند فرضي کرښې اخوا ته کوم پوځي عملیات پیل کړي، د افغان دولت ټول مخالفین د کونړ خاورې ته راوښتي او دلته «افغانستان» کې د لویو بریدونو پلانونه لري.

پاسوال جمعه‌ګل همت د چهارشنبې په ورځ په یوه ځانګړې مرکه کې ازادي راډیو ته وویل پاکستان چې د ډیورند کرښې بلې غاړې ته کوم پوځي عملیات پیل کړي، یوازې يې د خپلو مخالفینو د ځپلو په خاطر شروع کړي او د افغان دولت وسله‌وال مخالفین‌يې په لوی لاس کونړ ته راړولي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"په دې نامه چې د پاکستان پوځ هلته عملیات ترسره کړي دي، ټول ترورېستان‌يې د افغانستان خاورې ته راړولي دي، د دې په خاطر چې د کونړ ولایت نا امن وساتي او نړیوالو ته وښيي چې د ترورېستانو ځالې په افغانستان کې دي."

هغه وايي، په دغو وسله‌والو کې لشکر جنګوي، داعش، لشکر طیبه، طالبان او نورې جنګي ډلې شاملې دي.

ښاغلی همت زیاتوي:

"داعشي ترورېستان، طالبان او په مجموع کې لشکر جنګوي او له پاکستان څخه راستانه شوي نوي ترورېستان په کونړ کې شتون لري."

قوماندان وایي په روان لمریز کال کې د امریکايي ځواکونو بې‌پیلوټه الوتکو په کونړ کې ۱۹ بریدونه کړي چې په‌کې يې داعش ډلې ته درانه ځاني زیانونه اړولي دي.

ده وویل:

"په مجموع کې ۱۹ هوایي بریدونه ترسره شوي چې په‌کې ۳۷ د جلب او جذب او اکمالاتو مشران او قوماندانان وژل شوي او له ۲۰۰ زیات افراد يې په هلاکت رسېدلي دي."

شیګل کې بې‌پیلوټه الوتکې د داعش مرکز په نښه کړی

کلیمزی: په کونړ کې هوايي حملې ۴ داعشیان وژلي

جنرال همت وايي، دوی د ټولو وسله‌والو مخالفینو د ځپلو لپاره پوره چمتووالی لري او هېڅ‌چا ته به اجازه ورنه‌کړي چې د کونړ امنیت ګډوډ کړي.

ښاغلي همت دغه‌راز زیاته کړه:

"زموږ پلان پر دې دی چې په چپه دره او دانګام کې د داعش ټول مرکزونه له‌منځه یوسو، نه‌یوازې د داعش بلکې د ټولو هغو ډلو مرکزونه به ویجاړوو چې څوک د کونړ امنیتي وضعیت خرابوي او یا يې د خرابولو نیت لري."

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې پاکستاني پوځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې پوځي عملیات پيل کړل.

کونړ د هېواد په ختیځ کې د ډیورند پر فرضي کرښه پروت ولایت دی چې تل د افغان دولت مسؤلین وايي چې مخالفین په پاکستان کې روزل کېږي، اکمالېږي او بیا په افغان ځواکونو د بریدونو لپاره کونړ ته رالېږل کېږي.

اوس بیا چارواکي وایي، پاکستاني پوځ چې په قبایلي سیمو کې کوم عملیات پیل کړي د افغان دولت مخالفین‌يې په لوی لاس د کونړ خاورې ته راړولي څو نړیوالو ته وښيي چې د دوی په خاوره کې د افغان دولت ضد وسله‌والې ډلې شتون نه‌لري.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG