د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

خيبر:د وسله والو په برید کې ٩ دولتي سرتیرو ته مرګ ژوبله واوښته


د پاکستان په قبائلي سیمه خيبر اجنسۍ کې د دولت د وسله والو مخالفینو په یوه برید کې نهو تنو دولتي سرتیرو ته مرګ ژوبله واوښته.

ځايي دولتي مقامات وايي،دا برید د دوشنبې په ورځ د خیبر اجنسۍ د باړې تحصیل یا علاقه دارۍ په اړوندو کې هغه مهال وشو چې دولتي ځواکونه دخپل هغه سرتیري په جسد پسې روان و، چې له دې وړاندې په یوه غلچکي برید کې وژل شوی و.

په سیمه کې یوه دولتي مقام ،چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل،دولتي سرتیري چې په څو موټرو کې سپاره وو همدا،چې د ملک دین خیلو ناله خوړ نومي سیمه کې له خپلو موټرو راکښته او غوښتل یې دوژل شوي سرتيري مړی موټر ته پورته کړي نو له وړاندې نه په کمين کې د ناستو وسله والو له خوا پرې ناتاره ډزې وشوې.

د سرچینې په ویناپه دې برید کې څلور دولتي سرتیري ووژل شول او د یوه ډګروال په ګډون پينځه تنه نور ټپيان شول.

که څه هم دولتي مقاماتو په دې باب څه نه دي ویلي خو په سیمه کې ازاد خبريال وصال اپریدي د عیني شاهدانو له قوله ازادي راډیو ته وویل،چې د دولت وسله والو مخالفینو په دې برید کې له نویو وسلو کار اخیستی،چې په خبره یې له دې وړاندې په دې سیمه کې نه دي کارول شوي :

( وسله والو په دې برید کې سنايپر یا نخښه ویشتونکې وسلې کارولي،چې په تیرو وختونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی،تائید شوي راپورونه وايي چې،د ټپيانو په ډله کې یو ډګروال هم شامل دی،خو د روغتیايي حالت په باب یې څه نه دي ویل شوي)

پيښور ته څيرمه باړه یوه له هغو قبائلي سیموده،چې له اوږدې مودې راهیسې په یوه او بل نوم پکې وسله والې ډلې راپورته شوي.

په مختلفو وختونو کې ځینې یې په خپلمنځي نښتو او ځينې یې بیا د دولت له لوري ځپل شوي او له منځه وړل شوي.

وروستۍ سخت دریځه وسله واله ډله،چې په دې سیمه کې یې فعال حضور درلود د منګل باغ په مشرۍ لشکر اسلام وه،چې څو کاله پر دې سیمه واکمنه او وسله والوطالبانو ته نژدې تګلاره یې لرله.
که څه هم هغه مهال لشکر اسلام د دولت پلوي ډله ګڼل کیده خو امنيتي ځواکونو شاوخوا دوه کاله وړاندې د هغوی پرضد پوځي عملیات پيل کړل،چې لا هم په وقفه ييز ډول دوام لري.

بلخوا ځايي خلک شکایت کوي،چې د پوځي عملیاتو له امله په زرګونو کورنۍ له سیمې نه په وتو مجبوره شوي او هغه چې پاتې دي له سختو ستونزو سره مخ دي.

یوه ځايي اوسیدونکي،چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل :

(کله چې دغسې پيښه وشي نو د تګ راتګ ټولې لویې او پياده لارې وتړل شي،بازارونه بند شي او خلک په خپلو کورونو او هغه چې بهر وي هلته پاتې شي.

روزګار خو هسې هم په ټپه ولاړ دی،خو دغسې پيښې د خلکو نیم ژواندی ژوند لاپسې وځپي)

نوموړی وايي امنيتي ځواکونو له تیرو دوو کالو راهیسې په سیمه کې پوځي عملیات پيل کړي خو داسې ښکاري چې دسیمه ييزو خلکوله بیزایه کیدو پرته یې نور څه نتیجه نه ده ورکړې ځکه خو وخت په وخت پر دولتي ځواکونو دغه ډول بریدونه کیږي.

په باړه کې دا پيښه په داسې حال کې رامنځته شوې،چې شاوخوا درې اوونۍ وړاندې امنيتي ځواکونو ددې علاقه دارۍ په ځینې سیموکې له نوي سره پوځي عملیات پيل کړل چې له امله یې په زرګونو تنه ځايي خلک له خپل کور کلي نه یوارې بیا پر وتلو اړ شول.

که څه هم امنيتي مقامات وايي،چې د منګل باغ جنګيالي لا هم په دې سیمه کې پټ فعالیت کوي خو تر اوسه لا کومې ډلې ددې برید مسوولیت نه دی منلی.

مجيب الرحمان انګار،پيښور
XS
SM
MD
LG