د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

افغان او پاکستاني پوځي چارواکو په پېښور کې سره لیدلي


د افغانستان او پاکستان د پوځونو لوړ رتبه جنرالانو پرون جمعه په پېښور کې سره وکتل او پر امنیت یې خبرې وکړې.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې د افغانستان یو پوځي پلاوی پرون پاکستان ته ولاړ او له پاکستاني جنرالانو سره یې د ترورېزم پر ضد پر مبارزه او سرحدي امنیت خبرې وکړې.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل، افغان پلاوی به چې د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون رئیس او د ۲۰۱ قول اردو قوماندان هم پکې دي، له مقابل لوري سره د هغو تروریستانو پر ضد پر مبارزه وغږېږي چې د افغانستان امنیت ته ګواښ پېښوي او پر ضد به یې د صادقانه جنګړې غوښتنه وکړي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

محمد رادمنش وویل:

"د دفاع وزارت هیله دا ده او دا پلاوی هم هیله لري چې پردې چې د ډیورند کرښې په اطرافو کې تروریستان د افغانستان حکومت ته ګواښ پېښوي او د ترورېزم پرضد د مبارزې په اړه به کلک ګامونه پورته شي."

د پاکستان د پوځ خبرپاڼه وايي، د افغانستان د دفاع وزارت اووه کسیز پلاوي، پرون په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د قول اردو له قوماندان جنرال نذیر احمد بټ او د ملېشه قواوو له مشر سره کتلي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې هغوی د سرحد دواړو خواوو ته د پرتو سیمو پر امنیت او د ترورېزم پر ضد پر مبارزه خبرې کړې دي.

د پاکستان د پوځ خبرپاڼه وايي، د دواړو هېوادونو پوځي چارواکو منلې چې په سیمه کې سوله او ثبات د ګډو هڅو او زیاتې همکارۍ په پایله کې ټینګېدلائ شي.

د پاکستان پوځ څو میاشتې مخکې اعلان وکړ چې د ډیورند د کرښې پر امتداد موانع جوړوي څو د هغوی په وینا د هغو تروریستانو مخنیوی وشي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځتګ راتګ کوي او له دې موقع په پاکستان کې د تروریستي حملو لپاره کار اخلي.

خو د افغانستان حکومت د دې کار مخالفت کړی دی.

XS
SM
MD
LG