د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

افغان لوړ پوړي پوځي پلاوي پېښور کې له ځینو پاکستاني چارواکو سره لیدلي


د پاکستان پوځي مقامات وايي چې یوه جګپوړي افغان پوځي پلاوي په پېښور کې د پاکستان له جګپوړو پوځي مقاماتو سره کتلي او د ترهګرۍ پرضد جګړې په ګډون یې په یو لړ مساېلو خبرې کړي دي.

د پاکستاني پوځ ویاند جنرال اصف غفور د جمعې په ورځ په دې اړه په خپور کړي بیان کې ویلي چې د دغه ۷ کسیز افغان پوځي پلاوي چې مشري یې د ۲۰۱ قول اردو قوماندان جنرال محمد زمان وزیري کوله، د خېبرپښتونخوا د قول اردو له قوماندان جنرال نذیر احمد بټ او د ملېشه ځواک له مشر سره لیدلي.

ښاغلی غفور کاږي چې دواړو لورو د پولي د تنظیم په ګډون په یو لړ امنیتي مساېلو خبرې کړي او همدا شان د ترهګرۍ پرضد د جګړې پر جاري ساتلو هم سلا شوې.

د پاکستاني پوځ ویاند جنرال اصف غفور
د پاکستاني پوځ ویاند جنرال اصف غفور

د پاکستاني پوځ د ویاند په خبره:

"په دغه لیدنه کې دواړه پوځي خواوې چې د دواړو هېوادونو د پوځ د اوپراسیون مشران هم په کې وو، په دې همغږي شوي چې سوله او ثبات یوازې د بشبړو هڅو او پرمختللې همکارۍ له لارې په ښه توګه ترلاسه کېدای شي."

د افغانستان د پوځ دغه جګپوړي پلاوي تر هغې وروسته په پېښور کې له پاکستانیو پوځي چارواکو سره کتلي چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم د تيرې چهارشنبې په ورځ په راولپېنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي وو.

د پاکستان د پوځ د رسنیو دفتر تر دې ناستې وروسته په خبرپاڼه کې ویلي وو چې دواړه لوري پر امنیتي موضوعاتو او د سرحد د امنیت د تنظیم پر مسئلې غږېدلي دي.

راپور : ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG