د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

کابل چاپ ورځپاڼو د افغانستان لپاره د امریکا پر جوړېدونکي ستراتیژۍ تبصرې کړي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ په اړه یو شمېر لیکنې او سرلیکنې چاپ کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپانې د خپلې نننۍ ګڼې په یو مطلب کې لیکلي، د امریکا د سنا د مجلس جمهوري غوښتونکي سناتور جان مککېن، پر ولسمشر ټرمپ غږ کړی چې کورني اختلافونه یوې خواته پرېږدي او د افغانستان په اړه تصمیم ونیسي.

په مطلب کې راغلي چې جان مککېن ویلي په افغانستان کې د جګړې ناکامي د سپینې ماڼۍ د ځانګړې ستراتېژۍ نه موجودیت دی.

د مطلب لیکوال دا هم لیکلي چې نوموړي ویلي، د افغانستان د جګړې د ناکامۍ مسؤل د امریکا د ټولو ځواکونو مشر دی نه په صحنه کې زموږ قوماندان.

د جان مککېن په حواله ویل شوي چې ولسمشر ټرمپ ته یې خبرداری ورکړی او ویلي، که چېرې په دې برخه کې اقدام ونه کړي دی به شخصاً په خپله له تقنیني لارو د عمل میدان ته ودانګي.

د مطلب لیکوال لیکي چې ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکا د جګړې نه ګټلو له امله په افغانستان کې د دغه ځواکونو د قوماندان جنرال نېکلسن د ګوښه کېدلو خبره کړې ده.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، ولسمشر ټرمپ لا د افغانستان په اړه ستراتېژۍ نه ده اعلان کړې خو په نړیواله رسنیو کې پرې بېلابېل بحثونه کېږي.

سرمقاله لیکونکی لیکي، څوک وايي چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه زړه نا زړه دی چې څه باید وکړي، څوک وايي چې دا ستراتېژي په ډېر دقت سره جوړېږي او څوک بیا وايي چې ګوندي ټرمپ له افغانستانه د خپلو ځواکونو په ایستلو غور کوي.

د سرمقاله لیکونکي په باور افغانان د دې غوښتونکي دي چې د امریکا د ولسمشر په نوې ستراتېژۍ کې د ترهګرو جرړې وایستل شي، د ترهګرو پر ملاتړو کړیو او هېوادونو فشار زیات شي او مرکزونه دې په خپله تر برید لاندې ونیسي.

دنیا:

د نیا خپلواکې ورځپانې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو مقام ویلي، امریکا د افغانستان او سیمې لپاره د یوې اغیزمنې ستراتېژۍ د جوړولو په هڅه کې ده.

نو د یاد مقام په خبره، ځکه تر اوسه نه ده اعلان شوې.

ورځپاڼې د ازادي راډیو په حوال دا خبره کړې او ویلي چې یاد مقام د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دا ستراتېژي به ډېر ژر اعلان شي.

خو د مطلب د لیکونکي په وینا دغه امریکايي مقام په یاده ستراتېژۍ کې پر ایران او پاکستان د فشارونو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG