د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

د پاکستان په ملتان کې پر یوې نجلۍ د جنسي تېري په غچ کې پر بلې جنسي تېری شوی


د پاکستان د پنجاب ایالت په ملتان ښار کې پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تېري د انتقام په توګه پر بلې ۱۷ کلنۍ نجلۍ جنسي تېری شوی دی.

د ملتان ښار د مظفر اباد سیمې د پولیسو امر وایي، د عمر ودان په نوم یوه کس هغه مهال پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ جنسي تېری وکړ چې هغې له پټیو څخه واښه راټولول.

ملک راشد نعیم ازادي راډیو ته وویل، تر دې پېښې وروسته د دواړو کورنیو مشرانو په خپل کلي جرګه او پرېکړه وکړه چې د عمر ودان پر خور په جنسي تېري سره باید د دې پېښې غچ واخیستل شي.

دی وایي:

"کله چې پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ جنسي تېری وشو، د دغې نجلۍ کورنۍ د انتقام غوښتنه وکړه. د دې نجلۍ ورور د دواړو کورنیو د غړو په مخ کې د مجرم خور حاضره کړه او جنسي تېری یې ورباندې وکړ. موږ په دې پېښه کې د امین په نوم یو کس نیولی چې ویل کېږي دا پرېکړه‌یې کړې وه."

د ملتان پولیس وایي، تېره ورځ‌یې د دې شورا ۲۰ تنه نور غړي هم نیولي دي.

دغه کسان د پاکستان له قوانینو څخه د سرغړونې په تور نیول شوي دي.

تر دې ۱۵ کاله وړاندې د پاکستان د پنجاب ایالت په مظفرګر سیمه کې د سیمه‌ییزې شورا په یوه ورته انتقامي پرېکړه کې پر مختارا مایې څلورو نارینه‌و جنسي تېری وکړ.

مختارا مایې اوس د نجونو د حقونو مدافع ده او وایي، که ۱۵ کاله وړاندې پر دې تېري کوونکو ته سزا ورکړل شوې وی، اوس به دغه دوه نجونې د سیمه‌ییزې شورا د پرېکړې نه‌ښکار کیدلی.

دا دغه‌راز وايي:

"د خواشینۍ ځای دی، ډېر د خواشینۍ ځای دی. هغه مهال مې په یاد شو. کله چې داسې پېښه په ۲۰۰۲ میلادي کال کې پر ما وشوه. هغو کسانو چې هغه مهال‌یې پر ما جنسي تېری وکړ، اوس ازادانه ګرځي. زه وایم دا کسان باید هغه وخت مجازات شوي وی چې اوس له دغو نجونو سره داسې نه‌وی شوي. زه له ډېره وخته وایم، تر هغو چې عدالت ټینګ نه‎شي، په قوانینو کې یې اصلاحات رانه‎شي، نه به د شوراګانو دا ډول پرېکړې ختمې شي او نه پر ښځو جنسي تېری."

دغه پېښه د پاکستان د بشري حقونو د ادارو او د ښځو د حقونو د فعالانو له‎خوا غندل شوې ده.

د پاکستان د بشري حقونو د کمېسیون مرستیال کامران عارف دا پېښه د خواشینۍ وړ بللې ده.

نوموړی وايي:

"چېرې چې قانون نه‎وي، هلته داسې پرېکړې کېږي. د پاکستان قوانین د کلیو په سطح د شوراګانو پر پرېکړو حاکمیت نه‎لري او نه‎دي توانېدلي دغه شوراګانې د قانون چوکاټ ته راوړي."

د راپورونو له مخې تر دې وړاندې هم په پنجاب ایالت کې د سیمه‎ییزو شوراګانو د پرېکړو له مخې پر نجونو جنسي تېری شوی دی.

XS
SM
MD
LG