د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

ایران ویلي که امریکا نوي بندیزونه پرې ولګوي غلی به پاتې نه‌شي


د امریکا متحده ایالاتو د استازو جرګې له‎خوا د بندیزونو د یوې لایحې تر تصویب وروسته ایران تُند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې که دا بندیزونه بشپړ تصویب شي ایران‌یې ځواب وايي.

د امریکا متحده ایالاتو استازو جرګې د سې شنبې په ورځ د بندیزونو نوې لایحه په ۴۱۹ موافقو رأیو سره د ۳ مخالفو رأیو په مقابل کې پاس کړه او اوس به سنا جرګه پرې رأیه ورکوي.

د بندیزونو په نوې لایحه کې هغه کسان چې د ایران د میزایلو له پروګرام سره اړیکې لري او یا ورسره کاروبار کوي له سختو بندیزونو سره مخ کېږي.

په دې اقدام سره د امریکا متحده ایالات دا هم غواړي چې د ایران سپاه پاسداران ډله د یوه ترورېستي سازمان په توګه وپېژني او هم په ایران د وسلو معاملې بندې کړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، که د امریکا متحده ایالات د دغه هېواد په وړاندې د بندیزونو نوې لایحه تصویب کړي ایران به‌یې ځواب ووايي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون د کابینې په یوه غونډه کې چې د دولتي ټلوېزیون له لارې خپرېده په دې اړه وویل:

"د «امریکا» د کانګرس د نوي حرکت په وړاندې به د ایران اسلامي جمهوریت حتماً عکس‌العمل ښکاره کړي. په اول قدم کې به د اسلامي شورا مجلس ګام پورته کړي. که هغوی کانګرس لري موږ هم د اسلامي شورا مجلس لرو."

ایراني چارواکي وايي، د بندیزونو نوې لایحه د ایران او پنځه جمع یو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون تر پښو لاندې کوي.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي وايي، د بندیزونو نوې لایحه به د ایران او پنځه جمع یو قدرتونو اټمي تړون بشپړ تطبیق اغېزمن کړي او د ایران ګټې به ترې کمې کړي.

په ایران او روسیې د بندیزونو نوې لایحه د سنا جرګې تر تصویب وروسته چې تمه‌یې هم کېږي د ولسمشر ډونالد ټرمپ توشېح ته ضرورت لري.

روسي مقاماتو هم د کانګرس د استازو جرګې له‎خوا د بندیزونو د لایحې په تصویبېدو انتقاد کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف ویلي، د استازو جرګې له‎خوا د بندیزونو لایحې ته رأیه ورکول د اړیکو د عادي کولو د عناصرو د له‎منځه وړلو په هدف اقدام و.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف
د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف

خو ولسمشر ټرمپ وار له مخه د دې قانوني لایحې په اړه مخالفت ښودلی دی.

ټرمپ ویلي، دا بندیزونه به له روسیې سره د بندیزونو د راتلونکې پالېسۍ او پوهاوي په برخه کې دی محدود کړي.

د ټرمپ د ادارې یوې ویاندې سارا سندرز ویلي ولسمشر که څه هم په شمالي کوریا، روسیې او ایران له بندیزونو ملاتړ کوي، خو سپینه ماڼۍ به د کانګرس تر لایحې وروسته وروستۍ بسته ولسمشر ته وړاندې کړي.

که چېرته ولسمشر ټرمپ بیا هم دا لایحه ردوي کانګرس به د ویټو حق کاروي په دې شرط چې د لایحې د تصویب لپاره کافي ملاتړ موجود وي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG