د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

د امریکا کانګرس پر ۳ هېوادونو د نویو بندیزونو پر لایحې رأیې اخلي


ټاکل شوې ده چې د امریکا د کانګرس د استازیو جرګه د سې‌شنبې په ورځ پر ۳ هېوادونو د نویو بندیزونو پر لایحې رأیې واخلي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ به پر روسیې، ایران او شمالي کوریا د نویو بندیزونو لایحه توشېح کړي.

دغه لایحه له ولسمشر ټرمپ څخه غواړي چې د بندیزونو د کمولو یا ځنډولو په اړه، په تېره بیا د روسیې په اړه هر اقدام چې کوي، باید له مخکې کانګرس ته خبر ورکړي.

له هغه وروسته به کانګرس یوه میاشت وخت ولري چې ایا دغو اقداماتو ته اجازه ورکړي او کنه؟

سپینۍ ماڼۍ تر دې مخکې د کانګرس له‎خوا د ترتیب شوې لایحې پر دې برخې اعتراض کړی و.

خو د راپورونو له‎مخې د سپينې ماڼۍ د مطبوعاتو نوې مسؤلې «سارا هاکبي سندرز» ویلي چې د ولسمشر ټرمپ اداره د روسیې په وړاندې د سخت دریځ، په تېره بیا د نویو بندیزونو د لګولو ملاتړ کوي.

د دغې نوې لایحې له‎مخې پر روسیې دغه نوي بندیزونه په دې خاطر لګول کېږي چې ویل کېږي، دغه هېواد د امریکا د ۲۰۱۶ مېلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې لاس وهنه کړې او هم په اوکراین او روسیه کې پوځي مداخله مخ ته وړي.

ټاکل شوې چې د سې شنبې په ورځ د امریکا د استازیو جرګې غړي پر دغې لایحې رأیې واخلي او وروسته به په سنا جرګه کې رأیې اچونې ته وړاندې کېږي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له‎مخې، اټکل کېږي چې کانګرس به د اګست د میاشتې له رخصتۍ مخکې دغه سند ولسمشر ټرمپ ته واستوي.

په کانګرس کې ډموکراتانو او جمهوري غوښتونکو دواړو د شنبې په ورځ وویل چې پر درې واړو هېوادونو د نویو بندیزونو د لایحې په اړه یې توافق کړی دی.

د کانګرس په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې شمالي کوریا، ایران او روسیې له مختلفو لارو خپل ګاونډیان ګواښلي او هم یې د دې هڅه کړې چې د متحده ایالاتو ګټو ته زیان ورسوي.

متحده ایالات به دغه راز پر ایران د بالسټیک توغندیو د پروګرام او په هغه کې پر ښکېلو افرادو بندیزونه ولګوي.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس په وینا د دغه اقدام له‎مخې به له ترورېزم سره د تړلو اعمالو په خاطر د ایران په سپاه پاسداران ځواک هم بندیزونه ولګول شي.

په عین حال کې اروپایي اتحادیې په یوه بیان کې ویلي چې پر ایران او روسیې نوي بندیزونه باید له بروکسل سره همغږي شي او په دې برخه کې یو اړخیز اقدام به د دغو بندیزونو اغېز کمزوری کړي.

XS
SM
MD
LG