د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

پاکستان د ترهګرۍ په اړه د امریکا د تازه راپور څرګندونې رد کړي


پاکستان د امریکا د بهرنيو چارو وزارت له‎خوا د ترهګرۍ په اړه تازه خپور شوي راپور په غبرګون کې ویلي چې د ترهګرۍ پرضد یې کوټلي ګامونه پورته کړي او د ټولو وسله‎والو ډلو پرضد یې بې له کوم توپیره اقدامات کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس ذکریا د پنجشنبې په ورځ په اسلام‎اباد کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له‎خوا د خپور شوي راپور په اړه بیا ټینګار وکړ چې پاکستان پر خپله خاوره ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دی او په دې لړ کې یې جدي اقدامات کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ په اړه په‎خپل کلني راپور کې ویلي، که څه هم په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې کمی راغلی، خو زیاتوي چې په دغه هېواد کې لا هم د حقاني شبکې په ګډون د هغو ډلو پټن‎ځایونه شته چې امریکا ته ګواښ پېښوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه راپور کې ویلي چې پاکستان پر خپله خاوره د حقاني شبکې پرضد مؤثر اقدامات نه‎دي کړي، بلکې یوازې د هغو وسله‎والو ډلو پرضد یې عملیات کړي چې پاکستان ته ګواښ پېښوي او په دغه هېواد کې په ترهګریزو پېښو کې ککړ دي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ښاغلي ذکریا په قبایلي سیمو کې د وسله‎والو د مرکزونو او پټن‎ځایونو په اړه وویل:

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس ذکریا
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس ذکریا

"په دغو سیمو کې د پوځي عملیات له امله ترهګر افغانستان ته تښتېدلي او په خبره یې په افغانستان کې د حقاني شبکې د قوماندنانو له وژنو دا ثابتېږي چې دغه ډله په پاکستان کې نه بلکې افغانستان کې ده. "

نفیس ذکریا همدا شان وویل چې پاکستان د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دی او د امریکا په ګډن د نړۍ بېلابېلو هېوادونو په دې لړ کې زموږ اقدامات ستایلي دي.

نوموړی په دې اړه وايي:

"مخکې هم ما د داسې سوالونو ځواب بیا-بیا ورکړی دی. موږ ته دې ژمن یو چې له خپلې خاورې ترهګري په مکمل ډول ختمه کړو. موږ دې لړ کې ډېر کوټلي ګامونه پورته کړي چې زموږ هڅې له بریا سره مخ شوي او د امریکا په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونو [د ترهګرۍ د ځپلو په لړ کې] زموږ د هڅو اعتراف کړی دی."

ښاغلي ذکریا د افغانستان د روان وضعیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې یوځل بیا ټینګار وکړ چې د افغان شخړې اواری یوازې د خبرو له لارې ممکن دی او پاکستان د دې لپاره د افغانانو په مشرۍ د سولې د هر ګام ملاتړ کوي.

د ترهګرۍ په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت کلنی راپور په داسې وخت خپرېږي چې پاکستان افغان پولي ته نېژدې د خېبرایجنسۍ د قبایلي سیمې په راجګال دره کې د وسله‎والو پرضد د "خېبر۴" عملیاتو اعلان کړی دی.

د پوځ ویاند تېره اوونۍ په یوې خبري غونډه کې په دې اړه وویل چې په دغه سیمه کې دا پوځي عملیات په ځانګړي توګه د داعش وسله‎والې ډلې د نفوس د خپرېدو او له افغانستانه یې پاکستان ته رااوښتو د مخنیوي لپاره پیل کړي.

د یادونې وړ ده چې د پوځ مطبوعاتي څانګې د پنجشنبې په ورځ په راجګال کې د روانو عملیاتو په اړه په یوه خپور کړي بیان کې په دغه سیمه کې د ۱۳ وسله‎والو د وژلو خبر ورکړی، خو د هغوی د هویت په اړه یې څه نه‎دي ویلي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG