د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وايي، د کانکور په روانه ازموینه کې يې د هر ډول مداخلو مخه نيولې ده.
نوموړي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار په پوهنتون کې د کانکور ازموینې د پيل په مراسمو کې وکړې.
ګلاب منګل وويل، د کانکور د ازموينې سږنۍ پروسه به چې څلور ورځې دوام کوي د تېرو کلونو په پرتله ډېره شفافه او عادلانه وي.
نوموړی وايي:
"د ننګرهار ولایتي ادارې او امنيتي ځواکونو په پوره تعهد سره د هر ډول مداخلو هغه که دولتي اشخاص دي او که غیر دولتي، مسؤل او غیر مسؤل اشخاص دي د هغوی د مداخلو مخه نيولې سږنۍ پروسه به د نورو کلونو په پرتله به ډېره شفافه وي."
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهندوی ببرک مياخېل د هغو اندېښنو په تړاو چې ګوندې د ختیځې سیمې سهم کم دی، وويل چې د کانکور په ازموینه کې هېڅ ولایت ته سهم نهدی ځانګړی شوی.
ښاغلي مياخېل وويل، په ټول هېواد کې زدهکوونکي د وړتيا پر اساس پوهنتونونو ته لاره پيدا کوي.
میاخېل زیاته کړه:
"دا ظرفیت او جذب ننګرهار لپاره نهدی ځانګړی شوی چې دې ولایت ته به دومره کسان جذبېږي تېر کال زموږ ۱۰ زره کسانو برخه اخیستې وه چې څلور زره کامیابان موږ لرل. سږ کال ۱۸ زره شاګردان دي نو دا د ټول افغانستان په سطحه د وړتیا پر اساس پوهنتونو ته جذبېږي."
په ورته وخت کې د ننګرهار د ولایتي شورا وکيل ذبیحالله زمري وويل چې اوسمهال زیات شمېر ځوانان چې زدهکړې يې تر لېسانس او ماسټرۍ پورې کړي بېروزګاره ګرځي.
نوموړي له افغان حکومته وغوښتل چې د لوړو زدهکړو څخه فارغ وړ کسان دې په دندو وګماري.
ښاغلي زمري زیاته کړه:
"یوازې ننګرهار نه بلکې په ټول هېواد کې زیات شمېر ځوانان ګرځي. د لېسانس او ماسټرۍ اسناد په لاس لري خو کار ورته نهپيدا کېږي، بلخوا بیا موږ ګورو چې په ځينو څوکیو بېسواده کسان مقرر دي زموږ غوښتنه دا ده چې دې باسواده او وړو کسانو ته په ښه موقفونو کې ځای ورکړل شي."
د ننګرهار پوهنتون د معلوماتو له مخې د کانکور په دې آزموینه کې د ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ کلونو د دولسمو ټولګيو شااوخوا ۱۸ زره فارغان برخه لري چې له دې جملې ۱۸۰۰ برخهوال نجونې دي.
راپور: شاهمحمود شینواری