د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

فرمولي: تخنیکي انسټیټیوټونو کې لویه ستونزه د درسي کیفیت ټیټوالی دی


د افغانستان په تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټونو کې تر ټولو لویه ستونزه د درسي کیفیت ټیټوالی دی.

د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو معنیت د هېواد په تخنیکي او مسلکي انسټيټیوټونو کې تر ټولو لویه ستونزه د درسي کیفیت ټیټوالی ګڼي او په دې برخه کې د لازمو اقداماتو او ځانګړو تګلارو خبره کوي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرستیال رحیل محمد فرمولي د شنبې په ورځ په کابل کې د يوې غونډې پرمهال وویل، يوه له هغو ستونزو چې په دغه معنیت کې له پخوا څخه پاتې هغه د درسي کفیت مسئله ده چې د حکومت مشرانو هم په دې برخه کې د لازمو اقداماتو غوښتنه کړې.

نوموړي زیاته کړه چې له همدې امله له دغو انسټيټیوټونو نه ډېر شمېر فارغین بې کاره ګرځي.

هغه زیاته کړه:

"يو له لویو ستونزو چې موږ په تخنیکي او مسلکي معنیت کې لرو او اوس هم تر يو حده پاتې هغه د کفیت مسئله ده چې د حکومت مشرانو هم د دغه ستونزې د تشخیص او هواري غوښتنه کړې، په تخنیکي او مسلکي معنیت کې تر ټولو مهم او لوی بحث د کفیت دی."

ښاغلی فرمولي وايي،له دې وروسته به هغه ځوانان چې د کانکور په ازموینه کې پاتې راځي په تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټونو کې نه جذبېږي بلکې هغه ځوانان چې په دې برخه کې د زده کړو لېواله وي هغوی ته چانس ورکول کېږي.

دغه معنیت اوسمهال ۲۹۴ تخنیکي او مسلکي موسسې لري چې له ډلې يې ۱۷۳ ښوونځي چې له لسم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې زده کړې ورکوي او همدارانګه پاتې ۱۲۱ يې د نیمه زده کړو انسټیټیوټونه دي چې له دولسم ټولګي څخه تر ۱۴ پورې زده کړې په کې کېږي.

د دغه معنیت د معلوماتو له مخې اوسمهال د افغانستان په تخنیکي او مسلکي موسساتو کې نهه اویا زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې د شااو خوا څلورو زرو استادانو لخوا ورته زده کړې ورکول کېږي.

په ورته وخت کې د یونسکو سازمان چې له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې له دغه معنیت سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې کوي،د زده کړو پر کیفیت ټینګار کوي او په دې برخه کې د همکاریو ډاډ ورکوي.

په کابل کې د دغه سازمان استازي پاټريشیا مک فلپ «Patricia McPhillips» وايي، په افغانستان کې د تعلیمي او مسلکي بنسټونو سره مرسته او همکاري د دوی اساسي اهداف دي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا په حقیقت کې يو عملي سفر دی، تعلیم او د ظرفیتونو لوړول او د افغانستان اقتصادي پياوړتیا ډېره مهمه ده، موږ د اقتصادي پياوړتیا او ښوونیز سیسټم سره مرستې کوو."

د افغانستان د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي معنیت مسؤلین وايي د استادانو د ظرفیتونو لوړول د يو مناسب او ګټور نصاب برابرول او د غوره او معیاري انسټیټیوټونو او مرکزونو جوړول يې په لومړیتوبونو کې دي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG