د لاسرسي لېنکونه

نن جمعه خوست کې د کانکور ازموینې وروستی پړاو دی


نن جمعه په خوست کې د کانکور ازموینې دوهم او وروستی پړاو دی.

په دې ازموینه کې چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوه، د دولسمو ټولګیو نېږدې پنځه زره فارغان شامل دي چې ۳۱۶ تنه یې نجونې دي.

د خوست والي حکم خان حبیبي د خوست د تر ټولو معتبره شیخ زاید پوهنتون د زده کوونکو د جذب د ظرفیت په اړه وویل:

"په دې پروسه کې ۴۹۶۲ تنه زده کوونکي په دوو ورځو کې امتحان ورکوي او په شیخ زاید پوهنتون کې به روان کال ۲۵۰۰ زده کوونکي جذب شي."

ښاغلی حبیبي زیاتوي چې پاته کسان به د نمرو پر اساس نورو ولایتونو او یا د خوست په نیمه لوړو تحصیلي موسسو کې ځای پرځای شي.

د دې پوهنتون ترڅنګ اوس مهال په خوست کې د پامیر، احمدشاه ابدالي، طلوع افتاب او دعوت په نوم د لوړو زده کړو موسسې فعالیت کوي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وړاندې ویلي وو چې سږکال په پام کې لري د بایومتریک سیسټم په مرسته په ټول افغانستان کې د کانکور ازموینې شفافیت ډاډمن کړي.

ټاکل شوې په ټول افغانستان کې د کانکور ازموینې بهیر د ۱۳۹۶ کال تر سرطان میاشتې پورې دوام وکړي او د اسد میاشتې په لومړیو کې به د زده‎کوونکو لومړنی سمیسټر پیل شي.

XS
SM
MD
LG