د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، په ۱۳۹۵ لمریز کال کې توانېدلي چې د دغه وزارت اړوند لس زره تش بستونه ډک کړي.
ياد وزارت وايي، د اصلاحاتو او فساد د مخنیوي په برخه کې یې کوټلي ګامونه اخیستي چې په ترڅ کې یې د فساد لسګونه قضیې لویې څارنوالۍ ته سپارلې دي.
د پوهنې وزارت مسؤلین وايي، په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د دې تر څنګ چې د پوهنې وزارت اړوند لس زره تش بستونهيې ډک کړي د ۷۱ زره ښوونکو د ظرفیت لوړونې او مسلکیتوب لپارهیې هم پروګرامونه پلي کړي دي.
د دغه وزارت ویاند مجیب مهرداد د سې شنبې په ورځ د حکومتي ادارو لهخوا د کلنیو راپورونو د وړاندې کولو په لړ کې رسنیو ته وویل چې په ياد وزارت کې اصلاحاتو ته ژمن دي او دوی هڅه کړې چې تش بستونه د وړتیا له مخې ډک کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ له نېکهمرغه وتوانېدو چې لس زره تش بستونه په دغه کال کې ډک کړو چې له يوه اړخه مو هېوادوالو ته کاري زمینه مساعده کړه او له بله پلوه مو تش بستونه ډک کړل، همدارنګه د ۷۱ زره ښوونکو د مسلکیتوب او د دوی د ظرفیت د لوړونې لپاره مو پروګرامونه هم ترسره کړي."
د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې په ټول هېواد کې څه باندې ۱۰۰۰ ښوونځي د نا امنیو او جنګونو له امله تړلي پاتې و.
دغې خبري ناستې ته د افغانستان د ښځو وزارت ویاندې کبرا رضايي وویل چې ۳۱۹۵ لمریز کال کې یې د ښځو اړوند ۶۰۴۶ حقوقي قضیې ثبت کړي چې ۱۷۰۱یې د حقوقي مشورو له لارو هوارې شوي او پاتې یې د عدلي او قضايي ارګانونو تر څېړنو لاندې دي.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند صابر مومند بیا د یاد وزارت د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال د ګرځندوی په برخه کې د خپلو لاسته راوړنو څخه یادونه وکړه، ویېویل چې دوی په ۱۳۹۵ لمریز کال کې له دې لارې ۲۴ میلیونه افغانۍ د حکومت بودجې ته سپارلي او د ښو اړیکو په مټ توانېدلي چې د نړیوال ګرځندوی ادارې د مرستیالۍ ویاړ هم ترلاسه کړي.
د لوړو زدهکړو وزارت ویاند فیصل امین بیا د افغانستان دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د يو میلیون معیاري ډیپلومونو چاپ او وېشل او د کانکور د ازموینې بایومټریک کېدل د یاد وزارت د عمده لاسته راوړنو په توګه ياد کړل.
په ورته وخت کې يو شمېر شنونکي بیا په انتقاد سره وايي چې یادو څلورو وزارتونو داسې د پام وړ کارونه نهدي کړي چې په ټولنه او د خلکو په ورځني ژوند کې یې مثبت بدلون راوستی وي.
د پوهنې برخې کارپوه محمد صدیق پتمن د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د پوهنې په وزارت کې روان وضعیت د اندېښنې وړ دی او د لوړو زدهکړو وزارت هم کوم ځوانان چې ټولنې ته وړاندې کوي د ټولنې د اوږو بار وي.
نوموړي زیاته کړه:
"د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خو اساساً رهبري نهلرله او اوسیې هم نهلري، د پوهنې وزارت حالت فوقالعاده خراب دی درې کاله کېږي چې حکومت دوی ته بستونه نهدي ورکړي او د معارف وضعیت ته په کتو د ښوونکو د ظرفیت اندازه لږولی شو چې څومره ټيټه ده، د لوړو زدهکړو وزارت ټولنې ته داسې کدرونه وړاندې کوي چې په مارکېټ او حکومت دواړو کې د کار کولو نهوي."
د یادونې ده چې د دولتي ادارو د کار د کلنیو راپورونو بهیر روانه اوونۍ پیل شوی چې تر اوسه تر لسو زیاتو وزارتونو او دولتي ادارو د تېر یو کال په بهیر کې د خپلو کارونو په اړه جزئیات له خلکو او رسنیو سره شریک کړي دي.
راپور: محمد واصل وصال