د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۵۸

مینه‌پال: ولسمشر له ترکمنستان سره اقتصادي هوکړه لاسلیکوي


جمهوري ریاست وايي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني به ترکمنستان ته په سفر کې د اقتصادي همکاریو څو تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دوا خان مینه‎پال نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه تفاهم لیکونه تر ډېره حده د ټرانزیټ، سوداګریزو اړیکو او د ټاپي پروژې د کارونو د چټکتیا په برخه کې دي.

ښاغلي مینه‎پال زیاته کړه:

"د دغه سفر په جریان کې څو موافقتنامې چې لویه برخه یې اقتصادي ده، لاسلیک کېږي، د ټرانزیټ، سوداګرۍ او ټاپي پروژې په برخه کې به وي."

افغان ولسمشر نن دوشنبه سهار د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان د مرکز عشق‎آباد پر لور روان شو.

XS
SM
MD
LG