د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۹

مراد: د اعتراضونو پر مهال د تشدد د مخنیوي لپاره نوي پلانونه جوړ شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د اعتراضونو پر مهال د تشدد د مخنیوي لپاره‌یې نوي پلانونه جوړ کړي دي.

د دې وزارت لوی امنیتي معین جنرال مراد علي مراد وايي، په کابل کې د وروستیو مظاهرو پر مهال نښتې د امنیتي ځواکونو لپاره د عبرت درس شوی او ځکه امنیتي ارګانونو پر یو لړ نويو تدابیرو او پلانونو کار کړی څو په راتلونکي کې د دې ډول پېښو د تکرار مخنیوی وشي.

جنرال مراد پرون په کابل کې د غبرګولي د لسمې نېټې په خونړۍ چاودنه کې د وژل شویو او ټپي شویو ملي پولیسو په یاد د جوړې شوې غونډې په پای کې په دې اړه خبریالانو ته وویل:

"دا د پولیسو او امنیتي ځواکونو لپاره نه‌هېریدونکی درس و. موږ په راتلونکي کې د خلکو د خوځښتونو د ملاتړ او د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره لوی پلانونه لرو. موږ د بلوا ضد پولیسو ته پاملرنه زیاته کړې او ولسمشر غني د دې بهیر او زموږ د پلان ملاتړ کړی دی. موږ پر هغه پلان کار کوو چې له عملي کېدو سره به‌یې په مرکز او ولایتونو کې هېڅ‎کله د خلکو او وسله‎والو ځواکونو له‎خوا غیر قانوني چلند ونه‎شي."

د کورنیو چارو وزارت لوی امنیتي معین جنرال مراد علي مراد
د کورنیو چارو وزارت لوی امنیتي معین جنرال مراد علي مراد

جنرال مراد له دې څرګندونو مخکې په هغه غونډه کې هم وینا وکړه چې یو شمېر افغان چارواکي او د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندانان او د امریکا او جرمني په ګډون د یو شمېر هېوادونو ډيپلوماتان په‎کې حاضر وو.

په دې غونډه کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن د افغان ځواکونو د هڅو ستاینه وکړه او له هغو سره‌یې د امریکا د مرستو پر ژمنه ټینګار وکړ.

نېکلسن د افغان ځواکونو د هڅو ستاینه وکړه.
نېکلسن د افغان ځواکونو د هڅو ستاینه وکړه.

د کابل د وزیر اکبر خان په زنبق څلورلارې کې د غبرګولي د لسمې نېټې په ټانکر بم چاودنه کې د جرمني سفارت ته تر ټولو زیات زیان واوښت.

د دې هېواد سفیر والټر هسمن «Walter Hassmann» پرونۍ غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د سفارت کارکوونکي به ډېر ژر خپل ورځني کارونه پیل کړي.

هسمن زیاته کړه چې هېواد به‌یې د افغانستان د خلکو تر څنګ وي.

ښاغلی هسمن زیاتوي:

"جرمني به ستاسو په څنګ کې وي. موږ بیا راځو او زه به خپل پرسونل بیا راولم. زموږ سفارت به بیا ترمیم شي او موږ به له خپلو افغان دوستانو سره مرستو ته دوام ورکړو."

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر هوګو لارېنس هم له افغانستان سره د امریکا د اوږد مهالو مرستو ډاډ ورکړ.

XS
SM
MD
LG