د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

پکتياوالو د خپلو حقونو اخېستو لپاره د تحصن خېمې ودرولې!


د پکتيا ولايتي شورا، مدني ټولنو او يو شمېر قومي مخورو د ولسمشر څخه د خپلو حقونو ترلاسه کېدو لپاره د لويې لارې پرسر يو خبري کنفرانس ته خبرې وکړې او له هغه وروسته يې دوه خېمې د ولايت مقام په دروازه کې د اعتراض د دوام په موخه ودرولې.

اعتراض کوونکو په دغه خبري ناسته کې وويل، دوی به تر هغو پورې خپل اعتراض ته دوام ورکړي چې غوښتنې يې منل شوې او عملي شوې نه وي.

د پکتيا ولايتي شورا مشر عالمير بهرامزوی وايي:

"د پکتيا ولسونو د صبر کاسه ډکه شوې، په ټولو برخو کې کارونه په ټپه ولاړ دي او د ملي وحدت حکومت نا انډولي چې په ټولو ولايتونو کې کارونه روان دي او په دې ولايت کې هېڅ ډول کار نه تر سترګو کېږي د دې ترڅنګ په نورو برخو کې هم پکتيا له پامه غورځول شوې، ولسونه، مدني ټولنې او ولايتي شورا مجبور يو چې د خپل حق اخېستو لپاره د تحصن خېمه ودروو او په ولسمشر غږ کوو هغه غوښتنې چې د پکتيا ولس حق دی ژر تر ژره دې لبيک ورته وويل شي که داسې ونه شول نو دا لړۍ به دوامداره وي او نورو ولايتونو او سيمو ته به هم غځېږي."

دوی وويل چې ولسمشر پکتيا په هره برخه کې هېره کړې، دا مهال په ټوله پکتيا کې تقريباً ۲۳۸ ښوونځي ودانۍ نه‎لري او په درېيو کلونو کې د دې لپاره بودجه هم نه‎ده ورکړل شوې.

د معترضينو له ډلې د ولايتي شورا پخواني رئيس او قومي مخور ښايسته جان احدي هم وويل، مرکزي حکومت د دوی غوښتنو ته هېڅکله مثبت ځواب نه دی ورکړی.

دی وايي:

"نننۍ خېمې پکتياوالو په دې اعتراض درولې دي چې تر اوسه پورې ۲۳۰۰ کسان خارج ته د تحصيلاتو لپاره لېږل شوې په درېيو کلونو کې يو پکتيا مېشت نه شئ راښودلی، ۱۱۲ سفارتونه او قونسلګرۍ دي يو پکتياوال په‎کې نه شئ راښودلی په ټول حکومت کې همداسې حساب دی زموږ حق نه‎دی راکړل شوی، څرنګه چې دا د وېشلو حکومت وو سهامي شرکت يې ترې جوړ کړ نو موږ حق لرو چې په دې شرکت کې موږ ته برخه راکړي موږ صبر وکړ د هېواد امنيتي وضعيت مو په پام کې ونيو، موږ ملي ګټې په نظر کې ونيولې نن مجبور شو چې دا کار مو وکړ د خلکو حقونه تثبيت شول، موږ چې قانون ته احترام وکړ درنښت مو وکړ خو زموږ حقونه چا رانه کړل. "

نوموړي وويل، که ولسمشر د پکتيا حقونه ورنه کړي خلک به د خپلو احساساتو اظهار تردې په سختو لارو وکړي او خپل حق ترلاسه کېدو لپاره به مبارزه کوي.

د دغه اعتراض د تنظيم کمېټې غړي او مدني فعال سيدجمال الدين اصف خېل تور پورې کړ چې په ارګ کې ناست پکتياوال چې ولسمشر سره نېږدې دي د دوی په حقونو پښې اېښې او ارګ يې د څو کسانو له لوري محاصره وګاڼه:

"خپلواک چې د ولسمشر سياسي مشاور دی همدارنګه اتمر، رحيمي اکليل حکيمي او دا پينځه نفره دي ارګ يې محاصره کړی دی او ټول ولسونه ترې ناراضه دي او موږ پکتياوال هم ترې ناراضه يو دوی د قدرت انحصار کې لګيا دي، که زموږ غوښتنې ژر تر ژره ونه منل شي نو دا حرکت خوست او پکتيکا ته هم غځوو او خطرناک حرکتونه به کوو. "

د ده په خبره دوی د خپلو حقونو لپاره له مشروع او مدني لارو چارو څخه ګټه اخلي او له حکومته يې تمه همدا ده چې په پکتيا کې پراختيايي او پرمختيايي کارونه ترسره او د دوی کادرونو ته پام وشي.

دا چې په دې حرکت کې څوک شامل او د چا له لوري تنظيميږي او مشخص اهداف او موخې يې څه دي، مدني فعال او د ځوانانو پارلمان غړي شفيق الله سحر يې په اړه ازادي راډيو ته داسې وويل:

"دغه خوځښت د ولايتي شورا او مدني خوځښتونو په ګډ تفاهم مخته ځي، هدف يې دا دی چې درې کاله پوره کېږي يوه وعده هم نه‎ده پوره شوې او د دغو تحصن کوونکو غوښتنه دا ده چې ولسمشر دې ژر تر ژره د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي، که بشپړ نه وي نسبي مثبت ځواب بايد ترلاسه کړو. "

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند دواخان مينه پال ازادۍ راډيو ته په خبرو کې که څه هم د هغو تورونو په اړه څه ونه ويل چې ارګ د څو تنو له لوري محاصره شوی خو د دې اعتراضونو او خېمو په اړه يې وويل:

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند دواخان مينه پال
د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند دواخان مينه پال

"د ولس ټولې قانوني او مشروع غوښتنې منل کېږي، حکومت ټولو ته په يوه سترګه ګوري او انکشافي پلان په ټولو سيمو کې په يو ډول تطبيق کېږي او هېڅ سيمې سره د مور او مېرې سلوک نه کيږي او وبه کتل شي چې په کومه برخه کې دوی ته کار نه‎دی شوی او امکانات څومره دي موږ دا نه وايو چې غوښتنې يې بې ځايه دي موږ به يې له خپلو امکاناتو سره سم عملي کړو. "

اعتراض کوونکو ګيله کوله چې مرکزي حکومت د دوی ولايت هېر کړی او په مرکز کابل کې هغو خلکو ته چې د پکتيا په امنيت، اقتصاد او چاپېريال هېڅ اغېز نه‎لري او د دې ځای له وضعيته ناخبره دي د دوی پرځای غوږ نيسي او هغه پروژې چې ژمنه ورسره شوې نه‎دي پلي شوې او په نظام کې يې د سهم نشتوالی د دې باعث شوی چې په مدني اعتراضونو لاس پورې او خپل حق ترلاسه کړي.

راپور- داود تپان

XS
SM
MD
LG