د لاسرسي لېنکونه

د امریکا سفارت ۶ افغان زده کونکو ته د وېزو له ورکولو ډډه وکړه


په کابل کې د امریکا سفارت د هرات د یوه ښوونځي شپږ زده کونکو ته د وېزو له ورکولو ډډه وکړه.

د فوربس خپرونې په حواله، د زده کونکو دا شپږ کسيزه ډله په واشنګټن کې د روبوت په نړیواله سیالۍ کې ګډون لپاره واشنګټن ته روانې وې.

فوربس خپرونې پرون شنبه وویل چې دې نجونو داسې روبوت ماشین جوړ کړی چې اوبه پاکولای شي.

یوې زده کونکې، فاطمې فوربس خپرونې ویلي:

"موږ غواړو نړیوالو ته ښکاره کړو چې موږ قابلیت لرو خو چانس یا موقع ته اړتیا لرو."

د فاطمې او د هغې د پینځو نورو ټولګیوالو ماشین به په سیالۍ کې د ګډون لپاره واشنګټن ته واستول شي.

په واشنګټن کې د روبوت په نړیواله سیالۍ کې به د مختلفو هېوادونو د زده کونکو لږ تر لږه ۱۶۳ ماشینونه نندارې ته اېښودل کېږي.

XS
SM
MD
LG