د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

د کورنیو چارو وزارت وايي د کابل د امنیت د تأمین لپاره ځانګړی پلان لري


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د امنیت د تأمین لپاره ځانګړی پلان لري.

یاد وزارت وايي چې د اختر په شپو ورځو کې یې له امنیتي تدابیرو ښې تجربې تر لاسه کړي او د امنیت د ټينګښت لپاره به لا ډېر له خپلو امکاناتو کار واخلي.

د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معینیت مرستیال او د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون سرپرست محمد سالم احساس د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د مدني ټولنو له‌خوا د افغان امنیتي ځواکونو په ستاین‌غونډه کې وویل چې دا وخت د دوی تر منځ ښه همغږي موجوده ده.

احساس: زموږ لومړیتوبونه زموږ د خلکو امنیت او د هېواد ساتنه ده.
احساس: زموږ لومړیتوبونه زموږ د خلکو امنیت او د هېواد ساتنه ده.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ لومړیتوبونه زموږ د خلکو امنیت او د هېواد ساتنه ده، زه تاسې او په تېره د کابل اوسېدونکو ته ډاډ ورکوم چې موږ به د امنیت د ټينګښت لپاره خپل ټول امکانات په کار واچوو او په ښه کار او ښې همغږۍ سره به له تېرو تجربو څخه په ګټې اخیستنې امنیت ښه وساتلای شو."

ښاغلی احساس وايي، د افغان ځواکونو تر منځ ښه همغږي، ګډ پروګرامونه او د خلکو همکاري د امنیت د ښه کېدو عمده لاملونه دي.

په کابل کې د پولیسو د ستایلو په مناسبت پروګرام.
په کابل کې د پولیسو د ستایلو په مناسبت پروګرام.

ښاغلي احساس دغه څرګندونې د ځوانانو چارو د معینت په نوښت د مدني ټولنو له‌خوا د افغان ځواکونو ستاین‌غونډې ته وکړې.

مدني فعالان چې د پنجشنبې په ورځ‌یې افغان ځواکونه په ګلانو او ډالیو ستایل وايي، د دوی د ویښتیا او ښو فعالیتونو له امله افغانانو سږ کوچنی اختر په ارامه فضا کې تېر کړ.

مدني فعالانو په اختر کې د امنیتي ځواکونو تدابیر وستایل.
مدني فعالانو په اختر کې د امنیتي ځواکونو تدابیر وستایل.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د روژې په مبارکه میاشت کې بیا د یو شمېر ولایتونو تر څنګ کابل د خونړیو پېښو شاهد و.

  • په افغانستان کې یوازې د روژې په میاشت کې رامنځته شوې خونړۍ پېښې

ځواک: لښکرګاه کې موټر بم چاودنې ۳۰ تنه وژلي له ۶۰ زیات‌یې ټپیان کړي

د هرات جامع جومات دروازه کې چاودنه کې ۸ تنه وژل شوي

مجروح: د کابل وروستۍ پېښې ۷ تنه وژلي او ۱۱۹یې زخمیان کړي

عامې روغتیا وزارت: د کابل مظاهره کې ۴ تنه وژل شوي اته ټپیان دي

کابل کې چاودنې ۸۰ کسان وژلي او څه باندې ۳۵۰یې ټپيان کړي

په خوست ښار کې موټر بم چاودنې ۱۴ تنه وژلي

ولسمشر محمد اشرف غني له خلکو سره ژمنه کړې وه چې د اختر په شپو ورځو کې به څانګړي امنیتي تدابیر موجود وي.

د مدني ټولنو د انجمن مشر فردین فدايي یادې غونډې ته وویل چې د ښه امنیت په هدف له افغان ځواکونو سره د خلکو همکاري حتمي او لازمي خبره ده.

ده زیاته کړه:

"موږ وايو چې راشئ د خپلو ځواکونو په اړه له منفي څرګندونو او فکر څخه تېر شئ، دوی وستایئ او د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه دې هم مکافاتو او مجازاتو ته لومړیتوب ورکړي."

د افغانستان د امنیتي ارګانونو مسؤلین له امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکاري او له دوی څخه ولسي ملاتړ مهم ګڼي وايي چې په دې وروستیو کې له افغان ځواکونو څخه د خلکو ملاتړ پراخ شوی او دا په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت له بهیر سره ډېره مرسته کولای شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG