د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

د هرات جامع جومات دروازه کې چاودنه کې ۸ تنه وژل شوي


په هرات ښار کې نن یوې چاودنې لږ تر لږه ۸ کسان ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده ازادي راډيو ته وویل چې په دغې چاودنه کې اته ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور هم ټپيان شوي دي.

په ورته وخت کې د هرات مرکزي روغتون مطبوعاتي دفتر مسؤل محمد رفیق شیرزي ازادي راډيو ته وویل چې د پېښې له ځایه اته مړي او ۱۵ ټپيان دغه روغتون ته انتقال شوي دي چې د درې تنو وضعیت‌یې نازک دی.

وسله‌والو طالبانو په دغې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

  • پخواني معلومات

په هرات ښار کې یوه زوروره چاودنه شوې ده.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال د هرات د امنیه قوماندان ایوب انصاري په حواله وايي چې چاودنه د هرات د جامع جومات په شمالي برخه کې شوې ده.

په دې چاودنه کې ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.

لومړني معلومات ښيي چې چاودنه د یوه بم په واسطه چې په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی و، شوې ده خو مقاماتو تر اوسه د دې چاودنې د څرنګوالي په اړه رسماً څه نه‌دي ویلي.

  • پخواني معلومات

د هرات ښار د جامع جومات په دروازه کې نن د ماسپښین په شااوخوا درې بجې یوه چاودنه شوې ده.

په هرات ښار کې د ازادي راډیو د خبریال د معلوماتو له مخې، دغه چاودنه، د دغه ستر جومات په شمالي دروازه کې شوې چې له امله‌یې د پېښې په ځای کې اور لګېدلی دی.

سیمې ته امینتي ځواکونه رسېدلي، جومات ته د ورتګ لارې له هرې خوا تړل شوي او امنیتي ځواکونه، د اور په وژنه بوخت دي.

تر اوسه د چاودنې له پېښې څخه درې مړي راایستل شوي.

څرنګه چې پېښه تازه ده او منیتي ځواکونه په خپلو امینتي چارو بوخت دي، تر اوسه‌یې د پېښې نور جزئیات له رسنیو سره نه‌دي شریک کړي.

د پېښې مسؤلیت هم تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG