د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

رادمنش: امنیتي ځواکونو د اختر ورځو کې د دوو خونړیو حملو مخنیوی کړی


د افغانستان دفاعي او امنیتي بنسټونه وايي، د اختر په ورځو کې یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له یو شمېر ترهګریزو بریدونو مخنیوی کړی دی.

د خونړۍ روژې له تېرېدو وروسته د افغانستان دفاعي او امنیتي بنسټونه د اختر په ورځو کې د جدي امنیتي تدابیرو د ټینګېدو خبره کوي او وايي، د ځینو حملو مخنیوی یې هم کړی دی.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې وسله والو غوښتل په اختر کې انتحاري حملې او ترهګریز بریدونه ترسره کړي خو دې هدف ته ونه رسېدل.

رادمنش: د افغانستان خلک له موږ څخه راضي دي.
رادمنش: د افغانستان خلک له موږ څخه راضي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"په ډېرو ځایونو کې دښمن غوښتل چې په دې دوو ورځو کې بریدونه ترسره کړي خو اتلې اردو تر دمه حملې دفع کړي او د افغانستان خلک له موږ څخه راضي دي."

ښاغلی رادمنش د میدان وردګو په ولایت کې د موټربم حملې او همدا راز د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې له ځانمرګي بریده مخنیوي هغه بېلګې بولي چې په خبره یې افغان امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.

په ورته وخت کې د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې کابل ښاریانو د اختر دوه ورځې په خوښۍ او ارامه فضا کې تېرې کړې.

کابل کې اختر.
کابل کې اختر.

دا چې د کابل په ښار کې د امنیت له ټینګښت څخه خلک څومره راضي دي په اړه یې د کابل ښار دوه تنه اوسېدونکي وايي:

"نوم مې سحرالدین دی دا دوه ورځې خو اختر ښه تېرېږي څه امنیتي مشکل نشته او تمه لرو چې تل همداسې امنیت ټینګ وي.

نوم مې عظیم دی که څه هم په روژه کې ډېرې پیښې وشوې خو د اختر دا دوه ورځې ښې تېرې شوې او خلک په ارامه ګرځي."

دا په داسې حال کې ده چې د روژې په میاشت کې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې انتحاري حملو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

  • په افغانستان کې یوازې د روژې په میاشت کې رامنځته شوې خونړۍ پېښې

ځواک: لښکرګاه کې موټر بم چاودنې ۳۰ تنه وژلي له ۶۰ زیات‌یې ټپیان کړي

د هرات جامع جومات دروازه کې چاودنه کې ۸ تنه وژل شوي

مجروح: د کابل وروستۍ پېښې ۷ تنه وژلي او ۱۱۹یې زخمیان کړي

عامې روغتیا وزارت: د کابل مظاهره کې ۴ تنه وژل شوي اته ټپیان دي

کابل کې چاودنې ۸۰ کسان وژلي او څه باندې ۳۵۰ یې ټپيان کړي

په خوست ښار کې موټر بم چاودنې ۱۴ تنه وژلي

د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړی خالد پښتون وايي په روژې میاشت کې حملې د دې سبب شوې چې امنیتي بنسټونه خپل مسؤلیتونه ته لا ډېر متوجې شي.

خالد پښتون.
خالد پښتون.

نوموړي زیاته کړه:

"که څه هم د روژې میاشت د واقعاتو میاشت وه خو امنیتي بنسټونه یې خپل مسؤلیتونو ته لا ډېر متوجې کړل نو ځکه یې د اختر په ورځو کې د ډېرو پېښو مخه ونیوله موږ په دې اړه دقیق راپورونه لرو."

د ولسي جرګې یو شمېر غړي او خلک له امنیتي بنسټونو غواړي چي په همغږۍ د وسله والو مخالفینو حملې دفع او د امنیت په ټینګښت له هیڅ ډول هڅو دریغ ونه کړي.

راپور: محمدحدیث پردېس

XS
SM
MD
LG