د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

دانش: سرحدي پولیسو ته امر شوی چې د پلاستیکي وسلو د واردېدو مخه ونیسي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د اختر په رارسېدو به په ټول هېواد کې پولیس په لومړۍ درجه احضاراتو کې وي او د عیدګاوو او نورو عمومي ځایونو د امنیت د ټینګښت لپاره جدي تدابیر نیول شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش د عامې روغتیا او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو له استازو سره په ګډه مطبوعاتي ناسته کې خبرداری ورکړ چې پولیس به د پلاستیکي وسلو له پلورونکو او له هغو کسانو سره چې د اختر په مناسبت هوايي ډزې کوي جدي چلند وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش

نوموړی وايي:

"په ټولو ولایتونو کې پولیسو ته دنده ورکړل شوې چې په هر ځای کې که څوک هوايي فیرونه کوي باید مخنیوی یې وکړي او د قانون منګولو ته دې وسپاري، د پلاستیکي وسایلو په اړه باید ووایم په جدي توګه سرحدي پولیسو ته امر شوی چې هېواد ته د دغو توکو د راوړلو مخه ونیسي."

ښاغلی دانش په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې هر کال د اختر او د ځینو ملي او اسلامي جشنونو په رارسېدو یو شمېر خلک د خوشحالۍ په پار هوايي ډزې کوي.

تېر کال د پولیسو له خبرداري سره سره بیا هم په هوايي ډزو کې یو شمېر خلکو ته مرګ ژوبله رسېدلې وه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین کمال سادات وايي په افغانستان کې څه باندې څلورو لسیزو جګړو دا ذهنیت پیاوړی کړی چې ماشومان پلاستیکي توکي وپېري، خو باید مخه‌یې ونیول شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین کمال سادات
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین کمال سادات

نوموړی وايي:

"جګړو زموږ او ستاسې په ذهنونو منفي اغېز کړی چې یو اغېز یې له وسلو سره د ماشومانو، ځوانانو او ان د لویانو د مینې پیدا کېدل دي."

د عامې روغتیا وزارت مسؤلین بیا وايي، د پټاقیو د الوزولو له کبله تېر کال د اختر په ورځو کې له پنځوسو څخه د ډېرو ماشومانو او لویانو مخونه او سترګې ژوبلې شوې وې.

د عامې روغتیا وزارت د خدماتو معین فدا محمد پیکان وايي، پولیس، روغتیايي کارکوونکي او نور اړوند بنسټونه هڅې کوي چې خلک ملي او اسلامي جشنونه په خوشحالۍ ولمانځي، خو د خلکو مرسته په دې برخه کې ډېره مهمه ده.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG