د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

کورنۍ دې خپلو ماشومانو ته د پلاستیکي وسلو او پټاقیو له اخیستو څخه ډډه وکړي


د لوی اختر په شپو ورځو کې کابل ښاریان له کورنیو غواړي چې خپلو ماشومانو ته د پلاستیکي وسلو او پټاقیو له اخیستو څخه ډډه وکړي.

په افغانستان کې نږدې څلور لسیزو جنګ جګړو له رواني پلوه پرماشومانو هم ناوړه اغیز کړی؛ ځینې ماشومان د اختر په شپو ورځو کې له پلاستیکي وسلو او پټاقیو څخه د ځان د خوشحالۍ او د جنګ تمثیل لپاره استفاده کوي.

خو دا هغه څه دي چې عام افغانان په ځانګړې توګه کابل ښاریان یې اندښمن کړي دي؛ دوی له حکومت غواړي چې د دې کار مخه ونیسي.

دوه تنو کابل ښاریانو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

((۱: قاچاقبران باید دا رانه وړي مور او پلار باید خپلو ماشومانو ته دا وسایل وا نه خلي او پرځای یې کتابچې قلمونو او خوراکي موادو ماشوم ته واخلي.

۲: کله چې کورنۍ خپل ماشوما ته دا زمنیه برابره نه کړي؛ هغوی یې نه اخلي، له حکومته غواړو چې د دې کار مخه ونیسي.))

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ټولو افغانانو په خاص ډول له کابل ښاریانو څخه په کلکه غوښتي چې د اختر په شپو ورځو کې د پټاقیو له استعمال او هوايي ډزو څخه چې د ښاریانو د ځورونې سبب ګرځي؛ په کلکه ډډه وکړي.

په ورته وخت کې د رواني چارو یوشمېر کارپوهان وايي چې د پلاستیکي وسلو او پټاقیو استعمال که له یو پلوه د لویانو د اندېښنې سبب ګرځي؛ له بل پلوه د ماشومانو په راتلونکې ناوړه اغیز کوي.

د افغانستان د عامې ورغتیا په وزارت کې د رواني روغتیا مسوول ډاکتر بشیر سروري وايي؛ هغه ماشومان چې پلاستیکې وسلې کاروي په جنګي روحیه روزل کیږي:

((په مجموعه کې د ماشومانود ډار سبب ګرځي، هغه لویان چې ویده وي یا رواني ستونزې ولري هم ناراحته کوي؛ همدرانګه د هغو کسانو په ذهن ناوړه اغیز کوي چې د جنګ ترخې خاطرې لري؛ دوی ته جګړې ورپه زړه کوي.))

دا په داسې حال کې ده چې د پروان اوسېدونکو د یوه کمپاین په ترڅ کې له دوکانونو څخه پلاستیکي وسلې راټولې او ویې سوځولې.

بل خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي چې د پلاستیکي وسلو او پټاقیو سوداګرۍ له قانوني پلوه منعه ده.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزی په ټولو سوداګرو غږ کوي چې له دې سوداګرۍ څخه ډډه وکړي:

((له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کوو چې پلاستیکي وسلې را نه وړي؛ همدارنګه له دولته غواړو دا مواد له تعرفې وباسي؛ له کابل ښاریانو غواړم خپلو ماشومانو ته پلاستیکي وسلې ونه اخلي؛ هم په ذهني او هم په اقتصادي لحاظ د افغانانو په زیان دی.))

هغه زیاته کړه یادې وسلې له ګاونډیو هېوادونو څخه په قاچاقي ډول افغانستان ته راځي.

که څه هم د کابل په بازارونو کې د ماشومانو د لوبو وسایل او په ځانګړې توګه پلاستیکې وسلې په ازاد ډول پلورل کیږي؛ خو د کابل امنیه قوماندان له خلکو غواړي چې د دې کار په مخینوي کې ورسره مرسته وکړي.

عبدالرحمن رحیمي وايي، که د هر چا په دوکان کې وسلې ولیدل شي؛ قانوني چلند به ورسره وشي.

((که چېرې دا جنس په هر دوکان کې وموندل شي؛ موږ موضوع ته داسې انکشاف ورکوو چې دا له کوم سوداګر څخه اخیستل شوي او بلاخره درېیم او څلورم لاس څوک دي؛ دا ټول نیسو او د قانون منګلو ته یې سپارو.))

دا په داسې حال کې ده چې په تېر کوچني اختر کې څه باندې سل ماشومان په پلاستیکو وسلو ټپیان شوي او د زیاترو یې سترګې ړندې شوې وې.

که څه هم په نورې نړۍ کې د پلاسیتکي وسلو استعمال عادي خبره ده؛ خو دا چې په افغانستان کې جنګ دی، د وسلې هر واړه اواز ته خلک د یو خطر په سترګه ګوري او په تشویش کې اچوي.

د چارو کارپوهان حکومت ته سپارښتنه کوي؛ هغه قاچاقي لارې چې افغانستان ته منعه شوي سوداګري مواد پرې راځي امنیت ټینګ کړي او هغه سوداګر چې یاد مواد افغانستان ته راوړي قانون منګلو ته وسپاري.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG