د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

فعالان: افغان حکومت باید پر خپلو امنیتي ستراتیژیو له سره غور وکړي


یو شمېر مدني فعالان وايي، دا چې حکومت په امنیتي برخه کې منظمه او هر اړخېزه ستراتیژي نه لري هره ورځ ګڼ بې ګناه افغانان د وسله والو له لورې وژل کېږي.

دوی په کابل کې د اعتراضیه غونډې پر مهال پر حکومت غږ وکړ چې ژر تر ژره دې په خپلو امنیتي ستراتیژو له سره غور وکړي که نه د دوی په خبره د وژنو لړۍ به همداسې روانه وي.

د کابل یو شمېر مدني فعالان
د کابل یو شمېر مدني فعالان

مدني فعال احمد ذکي په دې اړه وايي:

"په هغه کړنلارو کې چې تر اوسه ترې استفاده شوې اما ګټورې نه وي باید بدلون په کې راوستل شي، اوسني وضعیت ته په کتو باید په امنیتي کړن لاور کې تغیرات رامنځته شي، ډېر وختونه موږ په امنیتي بنسټونو کې د برنامې د نه موجودیت شاهد یو، که وي هم همغږي نه دي."

مدني فعالان له هغې وروسته په امنیتي ستراتیژو کې د غور او بدلون غوښتنه کوي چې تېره ورځ په هلمند کې د موټر بم حملې په نتیجه کې له ۳۵ څخه زیات کسان ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.

د هلمند حمله
د هلمند حمله

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې د عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي هم نن په یوې غونډه کې په هلمند کې پرونۍ پېښه په سختو ټکو وغندله.

ښاغلي خلیلي وویل، د افغانستان دښمانان هېڅکله نه شي کولای په دا ډول حملو خپلو شومومو موخو ته ورسیږي او د افغانستان خلک مات کړي.

څه باندې درې اوونۍ وړاندې هم په کابل د موټر بم حملې له کبله ۱۵۰ کسان ووژل شول او له څلور سوو څخه زیات ټپیان شول.

امنیتي چارواکي هغه مهال د کابل موټر بم حمله په افغانستان کې په خپل ډول لومړنۍ بللې وه.

له دې ټولو سره- سره د ملي دفاع وزارت وايي چې افغان امنیتي ځواکونه د یوې منظمې او هر اړخېزې ستراتیژۍ له مخې له وسله والو مخالفیونو سره جګړه مخ ته وړي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي، افغان ځواکونه د ډېرو ترهګریزو پیښو مخه نیسي خو د هلمند په څېر د پېښو مخنیوی ستونزمن کار دی.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش

نوموړی وايي:

"په ټول افغانستان کې زموږ وظیفه جګړه ده او موږ چې کله جګړه مخ ته وړو هڅه کوو د مخالفینونو سرچینې له منځه یوسو، هر هغه معلومات چې زموږ کشفي او استخباراتي بنسټونو د دښمن په اړه موږ ته راکوي موږ ورباندې په سرعت عمل کوو او د دښمنانو د له منځه وړلو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلو."

په ورته وخت کې یو بل مدني سید ناصر موسوي بیا انتقاد کوي چې افغان امنیتي بنسټونه لا هم په ډلو، سیاسي ګوندونو او افرادو وېشل شوي چې دې مسئلې هم د امنیت پر ټینګښت بد اغېز کړي.

د ښاغلي موسوي په خبره افغانستان له حساس پړاوه تیرېږي نو په کار ده چې حکومت د ولس په مرسته په امنیتي بنسټونو کې د لازمو اصلاحاتو په راوستو روان تاوتریخوالی مهار کړي.

XS
SM
MD
LG